موږ د خپلې ژبې په عادي محاوره کې سپين سترګې هغه چا ته وايو چې حقيقت ښه ګوري، يا ښه ورته معلوم وي، خو سترګې پرې پټوي او د مقابل لوري په سترګو ورننوځي. د ادبياتو او ليکوالۍ په ډګر کې هم کله کله ځينې ليکوال دا ډول ځانګړتيا لري.
ليکوالي به ظاهرا ډېر اسانه او بې ستونزې کار ښکاري، خو که چېرته د مسووليت او د يوې ستونزې د درک او يوه تشيال د ډکولو لپاره وي، نو خورا ګران کار دى او هدف لرونکي او ژمن ليکوال د خپلې ليکنې د پيل پر مهال له سختو ذهني ننګونو او علمي مسووليتونو سره مخ وي.
د دې برعکس هغه ليکوال چې دې مسايلو ته دومره ارزښت نه ورکوي او ليکنه يې د کمي حس پرته د شهرت طلبۍ يا له نورو سره د تشې سيالۍ له مخې پيل کړې وي، نو سپين سترګي يې د ليکنې په هره برخه کې څه چې په کرښه کرښه کې تر سترګو کېږي.
د ليکوال هره ليکنه ، لنډه وي که اوږده، بايد دوو مهمو ټکو ته په کې ډېره پاملرنه شوې وي. لومړى دا چې دا ليکنه پر کومه موضوع کېږي او په هغه موضوع کې د کومې برخې د بشپړولو لپاره ده؟
ليکوال بايد په دې اړه د موضوع اړوند ليکل شوې ګڼې ليکنې او په ژبه کې شته مواد وګوري، چې څومره دي، څنګه دي او چا کړي او ايا په دې برخه کې ليکنې او ژباړې ته اړتيا شته که نه، که وي په کومه برخه کې يې ده.؟
تر دې مخکې په دې موضوع شوى کار يا شوې ليکنې څومره پر ځاى، کره او له معلوماتو ډکې دي، هغه پوښتنه چې دى يې غواړي په کې ځواب يې کړي، هغه فرضيه چې دى يې ددې موضوع په برخه کې ثبوتول غواړي، پخوا ثبوت شوې که نه؟
بله مهمه خبره د خپلو معلوماتو ارزول او پر موضوع حاکميت دى، چې ليکوال په دې موضوع کې څومره معلومات لري، څه چې ليکي، د موضوع په برخه کې د نورو ليکل شوو اثارو نه غني او نوي څه لري که نه تر هغو کمزوري دي؟
که چېرته دده معلومات کمزوري وي، نو ليکوال بايد لږ تر لږه دا اخلاقي اوعلمي شرافت ولري چې د هغه نه مخکې کړي کار ته درناوى وکړي او ووايي چې له مخکيني ليکوال نه دې موضوع ښه کار نه شم کولى، نوې خبر�� نه لرم، نو ښه به وي چې وخت ضايع نه کړم او پر بله موضوع چې اړتيا يې زياته او پرې حاکم وي؛ کار وکړي.
ډېر داښې ښاغلي ليکوال لرو چې دې موضوع ته پام نه کوي او د علم، ادب، کره کتنې او يا نورو برخو کې د ډېرو سترو او يا کوچنيو ليکوالو کړي کارونه ورته بې ارزښته ښکاري او ژبې ته هغه څه وړاندې کوي چې کتابونه او ويبسايټونه پرې ډک وي.
حال دا چې خپله ليکنه يې نه هغومره غني وي او نه هم په دې برخه کې شته پوښتنې ځوابولي شي، بلکې پر دې سربېره مبتدي لوستونکي نورې پوښتنې او بې ځايه سرخوږي پيدا کوي چې زه يې په ليکوالۍ کې سپين سترګي بولم.
ډېرځله داسې شوي چې ځينې ليکوال راته په محفلونو او ناستو کې زما کړې ليکنې او مقالې راته شرحه کوي او د هغه څه په اړه راسره ګډ وي( معلومات راکوي) چې ما پرې ليکنه او څېړنه کړې وي او نورو ترې د ماخذ په توګه کار اخيستى وي، يا که استفاده هم ورنه کوي، نو ماخذ او سرچينه يې نه يادوي.
دوى په ويناوو او خبرو کې د خپلو همزولو له مقالو او ليکنو ګته اخلي، لوستې يې وي، خو کله چې خبرې کوي، ځان متخصص ليکوال بولي، خپلې ليکنې ورته تر هر چا عالمانه ښکاري او لوستونکي ته د “ناپوه” فکر کوي.
مهمه خبره داده چې دلته تله د لوستونکي په لاس ده. که چېرته ځينې ليکوال داسې سپين سترګي کوي او فکر کوي چې نوې موضوع او نوي معلومات يې وړاندې کړي، خو لوستونګي ګوري چې تر ده وړاندې پر دې موضع چا او څومره کار کړى، چې دلته بيا د وروستي ليکوال ناپوهۍ او سپين سترګي ورته خپله څرګندېږي.
پر موضوع حاکميت او معلومات لرل د ليکنې پرمحتوا او ارزښت کې خورا زيات رول لري، لوستونکي زموږ نه هغه څه غواړي چې موږ د مطالعې له لارې زده کړي، له نورو ژبو او فرهنګونو مو اخيستي او د نورو لپاره نوي وي، دوى زړو او تکراري خبرو ته اړتيا لري او نه اوسنى وخت ددې ايجاب کوي چې زاړه مواد پرې بيا بيا ولولو.
منم چې د علومو د استادانو او پوهانو نظريې او ليکنې د کاڼې کرښې نه دي، علوم د وخت په تېرېدو سره بايد نوي شي، تېروتنې يې اصلاح او د نوو تيوريو په رڼا کې بشپړې شي. د بېلګې په ډول کې د پښتو ادب د پنځو ستورو کار ته راشو، نو هغوى هر يوه د اکاډميو هومره کار کړى.
که چېرته يو ځوان ليکوال او ادب محصل راځي او په هغو موضوعاتو او ادب پر وړاندې کړو موضوعاتو کې ليکنې کوي، نو لږ تر لږه بايد خپل علميت او قلم و سنجوي چې ايا دهغوى ليکنې ردولى شي که نه؟ د هغوى نه نوي څه وړاندې کولى شي که نه؟ ليکنه به يې له هغوى نه څه مثبت توپير ولري که نه؟
هر وخت چې دا ځانګړتيا ونه لري او بيا هم خپله ليکنه پيلوي، تر ويبپاڼواو کتابونو يې رسوي، خو د هغوى نه ډېره کمزورې وي، نو دې ته چې د ليکوال د سپين سترګۍ او علمي جهالت نوم ورنه کړې، نو څه به ورته وايي؟
سمه ده چې هر انسان بايد خپله پوهه له نورو سره شريکه کړي، خپلې ژبې او د خپلې ژبې علمي پانګې ته ګټه ورسوي، خو مهمه داده چې له لسګونو کتابونو بايد يوه مقاله او ليکنه را ويستل شي، نه چې له يوه کتاب نه لسګونه او سلګونه بې نوښته او تکراري مقالې او اثار وليکل شي.
افغانستان هم د سوژو له اړخه غني ټولنه ده او هم د علمي فقر له اړخه ددې هېواد ژبې او علوم پراخه اثارو، مقالو او ژباړو ته اړتيا لري، خو د اثار هم بايد يو علمي معيار ولري، پر نوښت ولاړ وي او په تکراري موض��عاتو د لوستونکو ذهنونه ډک نه شي.
پاى