سپين غر زون کرکټ لوبډلې لوبغاړي وايي دوى پوره چمتوالى لري چې د زونونو ترمنځ د سياليو اتلولي ترلاسه کړي.

د سپين غر زون کرکټ لوبډله چې دم ګړۍ په ننګرهار کې په تمريناتو بوخته ده، لوبغاړو او په ځانګړي ډول د لوبډلې کپتان حميد حسن وايي لوبډله يې په لوړ مورال سره د زونونو په سياليو کې ګډون کوي او اتلولي به هم ترلاسه کوي.

حميد حسن زياتوي د نورو زونونو لوبډلې هم پياوړي دي خو دى په خپلې لوبډلې باوري دي او تمه څرګندوي چې د زونونو سياليو کې به ښه وځليږي.

نوموړي وويل: دوى ته روزنه د باتجربه روزونکي اسد خان لخوا ورکول کيږي.

يادونې وړ ده په لومړيو کې د سپين غر زون لوبډلې جوړولو ته څلوردېرش کسيزه لوبډله اعلان شوې وه خو اوس ترې اتلس غوره لوبغاړي غوره شوي او سياليو لپاره به څوارلس کسيزه لوبډله اعلان کړي.

سپين غر زون لوبډله کې د ملي لوبډلې لوبغاړي، حميدحسن کپتان ، کريم صادق مرستيال کپتان، افتاب عالم، شفق الله شفق، شبير نوري، شوکت زمان، نسيم سرخرودى، باطن شاه او د ختيځ زون پياوړي ولايتي لوبغاړي شامل دي.

By admin

One thought on “سپين غر زون کرکټ لوبډله د زونونو سياليو ته پوره چمتوالى لري”
  1. سلام
    ما ذبیح استم از جلاال اباد شما به تاند تغیردادن به نظرما سابیق تاند خیلی زیاد خوب بود شما که به تاند نو ساختن مردمان شاید انرا قبول نه خواهد کرد اگرسابق شود خوب است تشکر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *