تاند- د نانو ټکنالوژۍ په مرسته یو ډول کرمیچ جوړ شول چې خورا سپک او د اوبو ضد دي. یعني اوبه پکې نه ننوځي.
دا بوټونه باکتریا ضد هم دي.
د دې کرمیچونو بله ځانګړتیا دا ده چې د ښکلا ترڅنګ تاوده دي.
د دې کرمیچونو جوړوونکې کمپنۍ (V-TEX) ویلي چې د خلکو د تصور خلاف د اوبو ضد کرمیچ یې سپک دي.
د دې کمپنۍ په وینا له نانو ټکنالوژۍ څخه په استفادې یې کرمیچو ته نازک استر ورکړی. د دې استر خاصیت دا دی چې اوبه نه پرېږدي.
د دې کرمیچونو په پښو کول هم اسانه دي، پښه پکې په اسانه ننوځي.
دا کرمیچ په باغونو او د اوبو په غاړه د ګرځېدو لپاره ډېر مناسب دي.
د دې بوټونو په تلي کې یو ډول ځانګړی فوم یا سفنج شته چې ډېر مقاومت لري او پر دې سربېره چې په تګ کې پښو ته ارامښت برابروي، د پښو له ساتنې سره هم کومک کوي.
د بوټونو تلي انتي باکتریا خاصیت هم لري.