– چې تر ماښامه مو دلته ونه وینم !
یوه زښته ډیره پنډه زړه میرمنه په غوصه ناک حالت او د “دیویاتکې” ( نهه فیصده روسی توربخن بیر) له توند بوی سره په دهلیز کې ولاړه ، همدا اولتیماتیوم یې راکړ، د آپارتمان ور یې په شدت له هغه لوری راپوری کړ، او خپله له آخ و تف سره لاړه .
دمیرمن غوږونه مي لا دومره زیات له روسی ژبی سره عادت نه وه چې په ټولې شخړې پوه شی، خو د د دې بابوشکې د غږ له تون او د دروازې له ګړزه دومره پوه شوه چې خبره ضرور ګډه وډه ده. ماشومان مې له ویرې د خوب خونه کې د تخت له پښو سره نژدی غونج یو په بل نښتي سره ناست وو.
زموږ لمړی دیدار له میرمن تاتیانا کنستانتینوویچ سره همداسې تریخ پیل شو . اصلا” خو جنجال د همدی آپارتمان د کرایې نیولو څخه راوزیږید . موږ دا کور د رهنما له طریقه پیدا کړی و ه. هر څه سم قانونی وه؛ تړون لیک ، په کور کې د موجودسامان او وسایلولست، د رهنما د دفترلکه دکنډوۍ زینې په شان امضا او مهر، ټول مو داسې درانه ساتلي وو لکه تاویز.
هو یوازی یو غفلت رانه وشو چې په هغه وخت کې مود کور څښتنه ونه لیده. خدای پوهیږی چې د راهنما دفتر مسوولی لودمیلا راماشکینېد تړون د امضا په وخت کې رښتیا ویلې او که هسې یې یوه پلمه سازه کړه:
– د کور څښتنې له ښاره بهر تشریف وړی ، د هغې په وکالت یې زه امضا کوم .
موږد لودمیلا په پستې ژبې او روسي سختو لغاتو باندی باور وکړ اوبی له کوم عمده اندیښنې موخپل کم بیه خو میرمنې ته مي ډیر با ارزښته وسایل په یوولسم پوړ کې دې آپارتمان ته راکډه کړل .
خو په دې څښتن مړی کور کې مو لا لس شپې نه وي سبا کړي ، چې د ماسکو په یوه ساړه او کنګل وهلې سهار کې ترنګ د دروازې زنګ شو . د ور دخلاصیدو سره سم مي د یوې زړې میرمنی غوښینه سره څیره له ځوړندو څخواښتو سره سترګو ته نیغه ودریده .
نه سلام ، نه کلام . په وچې سړې لهجې یې وپوښتل :
– تاسې څوک یاستي؟ دلته څه کوي؟
ماځان سره وویل ؛په دې شنه سهار دا مزاحمه لا له کومه شوه ؟
غږ مې ښه ورته پریړ کړ ، د ( تاسې) کلمه مې په زیات فشار ادا کړه :
– تاسې!!!څوک یاستي چې له ماداپوښتنه کوي؟
د میرمنې لهجه رسمي غوندی شوه :
– زه تاتیانا کنستانتینوویچ د دې کور څښتنه یم . اوس تاسې مهربانی وکړی ووایي چې زما کور کې ،پرته زما له اجازی څه کوي ؟
پوه شوم چې په لومه کې ونښتو، په ماسکو کې داسې قضیی پریمانه پیښیدې. ما په منډه د کور د قرارداد کاغذ ورته راوځغلاوه ،د لودمیلا نوم او ټیلیفون مې ورته یاد کړل . ورته ومي ویل چې ټول څه مي قانوني او مستند دي . خو په چا یې منی ؟ تاتیانې ته زما خبرو د دوو توتو ارزښت هم نه درلود .
په ډیره آمرانه او په ځان ډاډه لهجې یې همدومره وویل :
– چې تر ماښامه مو دلته ونه وینم .
د آپارتمان ور یې په ډیر زور راوتاړه او لاړه . د ماښام له راغلو پولیسو څخه خو مي ځان څه د قرار داد لیک په ښوولو څه د چای پولی په ورکولو موقتا”وژغوره . مګر پوهیدم چې په دې پردي ملک کې له دې یو خروار میرمنې تاتیانا کنستانتینوویچ سره شخړه جوړول ، لکه په سایبریاکې له قطبی یږ سره خپړې لګول دي .
بله لاره مي ونه مونده بس مجبور کوڅه مي بدله کړه . تاتیانې سره مي بله ژبه ، بله لوبه پیل کړه ؛ درناوی ، ټوکې ، وخت او ناوخت ، حق او ناحق سوغات وروړل ، د ګلانو په ګیډې او د شامپاینو په بوتل سره دزیږیدلو د کلیز ېمبارکې ورکول او نور سل ډوله ټیټ او پاس کیدل .
کورته یې ورغلم . د تاتیانې ګڼه کورنۍ وه ؛ خپله تاتیانا کنستانتینوویچ او د اولادو په شان ؛ اته مختلف النوع ، مختلف الجنس او مختلف الصوتې ډولاډول پیشو ګانې . مور او پیشو ګانې دومره سره جوړې او صمیمی وي چې د سړی به رخه ورته کیده .
د تاتیانې د خوښی لپاره مي د پیشو ګانو په ښه او بد کې ځان ور شریک کړ ؛ اوس پوهیدم چې یوه پیشۍ ( داشه ) د مرۍ سرطان لری ، کلک خواړه تیروی نشی . باید اونۍ تر مینځه هره چهارشنبه د درملنې لپاره روغتون ته بوتلل شی . ( بیستروک ) له قاره ډک نر پیشی ، داسې غوصه ناک وه چې که به یې د نورو مونثوپیشیانو له دوو زیات دریم میو واوریده ، شکارې او خوله به یې پرې لګولي .
( نانسی) کوچنۍ تکه سپینه نارویژې پیشوګۍ لکه دمزار له مالوچو چې دې جوړه کړې و ، ډیره نازولۍ او شرمندوکه وه. چې کوم پردی څوک کور ته راننوزی، دا په ساعتو ساعتو د خلکو له نظره ځان غیبوی، بیا کله چې میلمه بیرته لاړ شی ، نانسی راځی او لکه په ټولو ګران ماشوم چې ځیل وکړی، نیم ساعت دتاتیانې په غیږ کې له ګیلو او شکایتوسره مروره مروره میویږی.
د تاتیانې هومره چې مینه له پیشکو سره د جنون تر سرحده وه ، همسې یې له دوو پدیدوسره ډیره تونده کرکه کوله . یو له خپلې یوازنۍ لور او بل د سپیانو له طایفې سره .
د لور خو یې حتی دنوم له اخیستلو عار درلود؛ خو د سپیانو د ذات او ذریاتوڅخه نفرت یې داسې په هډونو کې ځاله کړې وه . چې که به دې مازی د سپی نوم ورته یاد کړ ، په یوه شیبه کې به یې زر دلیلونه په ګوتو درته شمیرل چې ; سپیان ډیربدشکله دي ، وحشی اوبی احساسه دي ، دناولتوب اوناروغیو ځاله او منبع دي، بی وفا او بی عقله دي . د سپیانوپه غیبت کې به چې په احساساتو راغله ، د خولې لاړې به یې داسې مخ ته درشیندلی لکه د ژرندی د ناوې سره چې ناست وي .
پدې ټولوهڅو مي یوازی دومره وکړای شو چې دې دوه سوه کیلویې میرمنې یوه میاشت وخت راکړ، کنه نو تړتک به مي هلته کوڅه کې د واورو په سر ننداری ته وړاندی کړي .
بالاخره مي بل کور وموند اود تاتیانې له طلایې قفس څخه مي خپله بی آزاره او لکه د لومړیو ټولګیو د ښوونکو په شان عاجزه میرمن ، او د مرغۍ بچیانو په شانی نازک او نو رسه ماشومان راوویستل او هله که به دې خیروي …….منډې…………..
نه مي بیا حتی په ناغلطې هم چې وي، شاته وکتل او نه مي د هغو لږ وډیرود بیعانې او تضمین پیسو پوښتنه وکړه چې له تاتیانې سره د قیامت تر ورځې امانت پاتې شوې .
تر ډیرې مودې به مي کله چې په سړک او یا د بلاکونو تر مخې تصادفا”د پیشو میو تر غوږو شو . بی ارادې به په اتومات ډول د پټیدلو ځای پسې ګرځیدم ، ماویل خدای مکړه تاتیانا راپسې راورسیده .
* * *
له هغې شیبې چې د تاتینا کنستانتینویچ له بی زولنو او بی زندانبانه بندیخانې را وتښتیدلو ، اوس څومیاشتې تیریدلې .زیاتې مي هسې د تاتیانې سوړ پوړ بوی هیر کړی وه لکه د هغی د رنګارنګو نازولو اوقهرجنوپیشو ګانو نومونه او څیرې .
خو چې یوه ورځ له ورځنی کاره ستړی د کور په لور رهی وم، یوه نا آشنا ټیلیفون سره سردوچار شوم .
له هغه لورې یو ښځینه ځوان شانتی غږ وه :
– الو………..
– الو……… مهربانی وکړئ !
– وبخښئ چې مزاحمه شوم ، کولی شم له اسد سره خبرې وکړم ؟
– زه پخپله اسد یم ، مهربانی وکړئ، څه خدمت کولی شم؟
په خوشالې یې ځواب راکړ:
– آه ، ډیر ښه ………خوشاله یم چې بالاخره مي پیدا کړي .
لږ دمه یې وکړه ، بیا :
ـــ زه نادژدا سلامونوا …………د میرمن تاتیانا کنستانتینوویچ لور یم .
په زړه کې مي څړیکه شوه ؛ زه دې د مور له لاسه په ماسکو کې نه ځاییدم ، اوس ته لا له کومه شوې؟ له تا سره به یې څوک شل کوي؟ مګرنادژدې په ډیر درناوی او اصرار د ملاقات غوښتنه وکړه .
دا یو غیر ارادی دزړه غوښتنه ده ؛ که د چا خوښه وي که نه ، د نوی کس خصوصا” هغه هم چې یوه میرمنه وي ، د لیدلو تمه د سړی د فکر ټالونه تخنوي .
بیا مو له میرمن نادژدې سره لمړی ځل په یوه کافی شاپ او وروسته د هغې په کور کې دیدار وشو . نادژدا څلویښتو ته د ورختو په درشل کې وه .نه دومره ښکلۍ چې په سترګی یې پوری کړي، نه دومره بدرنګه چې له کبره یې ایسته یې وغورځوی.
سره له هغه چې نه لکه د تاتیانې په شان درنده شوې وه چې طول او عرض یې سره یو شان شی، او نه یې لکه د مور په شانی له خولې تیره تیره ځګونه بادول . خو چې د سترګو ،خولې ، پوزې، څخواښتو او وچپیلې نقشې ته دې کتل ،په پټو سترګو دې قسم یاداوه چې دا د تاتیانې سکنۍ لور ده.
خو هغه څه چې سړی یې د نادژدا مجذوب او محو کاوه ، هغه د هغې خوږه ژبه او ښایسته شونډې او غاښونه وو. چې غږیده به ، تاویل ناست وي ، دنیا مي هیره کړی وه او د دې د خولې د ګلالیو خوځیدو سیلونه مي کول.
د نادژدا کورنۍ ډیره مختصره او ساده وه ؛ خپله نادژده ، د (ملدوی )په نامه اوږد اوربوز والا لوړ قدی هسپانیوی (آ لا نو) سپی چې په نه مننونکې ډول یې جسامت د یوه چورنګی تر جسامته کم نه وه، او له سره تر لکۍ سینګار شوې سپۍ (کرساویڅه).
د نادژدې په مهربان او روف زړګی کې چې څومره د ملدوی او کرساویڅې توده او بهیدونکې مینه وه ، هغومره یې د پیشو له نسل او ټبره سره کرکه ساتله . چې د پیشو نوم به دې ورته واخیست؛ لمړی به یې په کرکې او انزجارد دیوال بیخ ته لاړې تو کړی ، بیا به یې د پیشیانو د نسل په مذمت کې دومره کتابونه او مقالې درته کوټه کړی چې نوربه د میز په سر نه ځاییدل .
دتاتیانې او نادژدې په غاړه ټوپک نه وو، کنه دښمنې یې د عرب او اسراییلو تر دښمنې څه کمی نه درلود.
اوس د تاتیانې د زوی او د نادژدې د ورور څخه پاتې شوې یوازنۍ لور د حضانت په سر ،په محکمه کې ددغې عاصی مور اوخوږژبې لور سره دعوا وه . نادژده پدې خبره وه چې میرمن تاتیانې کنستانتینوویچ موږ ټول او په تیره زما ماشومان ډیرزورولي یو . دې غوښتل چې دا موضوع ټینګه ونیسی او زه په محکمه کې د تاتیانې پر ضد شهادت ورکړم .
یتیمې ماشومۍ ته په میراث کی دډیردولت برخه رسیدله. نادژدې غوښتل چې دخپلې مور د اخلاقی نیمګړتیاوو په ښودلو سره د یتیمې وریرې سرپرستې پخپله غاره واخلی .
په وروستنی صمیمی ملاقات کې زموږ آخرینې خبرې ډیرې په زړه پورې وي ، هیڅکله به یې هیرې نکړم.
نادژدا راته ویل :
– اسدچیک ! کوم څه تاسو ته ډیر پاروونکی دی، د شمیرلو وړ ثروت که نه هیریدونکې خوږې خاطرې؟
ما ځان په ناپوهې وواهه :
– دا انعام چې تاسو ما پرې نازووی ، زما د کوم اتلولې جایزه ده؟
نادژدې په پټې خولې مستوونکې خندا وکړه ، خپله پیاله یې په یوه غوړپ په سر واړوله ، نوره هم راوړاندی شوه ، مخامخ یې سترګو ته راته وکتل، ویې ویل:
میدان د اتلولې محکمه ده او جایزه یې هم له ماسره …………..
په ښی لاس یې خپل ټټر ته اشاره وکړه .
لهدې ویرې چه بده پرې ونه لګیږی، ژوولی ژوولی مي ترې وپوښتل:
– یانی تاسو ماته وړاندیز کوی چې……………….
هو نادژداهم د بنډلونو په مزې د خوله خوږولو وړاندیز وکړ او هم د خوږو خوږو تلپاتې خاطرو………….پدې شرط چې په هر ډول چې کیږی مور ته یې په محکمه ماته ورکړو .
چې په مترو کې بیرته کور ته راستنیدم ، ماغزو کې مي یوه پوښتنه څرخیدله راڅرخیدله .
دا د تاتینې او نادژدې ، د لور او مور تر مینځه دومره انسانی کرکه او بیا له پیشوګانو او سپیانو سره دومره حیوانی مینه له کوم ځایه سر چینه اخلی؟
پوهیدل یې ګران وه ؟ چې آیادا نفرت له مور او لورڅخه بیابیچاروو پیشوګانو او سپیانو ته ور انتقال شوی او که سپیانو او پیشو ګانو په مور او لور اغیزه کړي او دوی یې د یوبل سرته ناستې غلیمانې ګرځولي .
او که نور باید د انسانی مینې فاتحه واخلو او خپل ویده انسانی احساسات نه د مور او اولاد په غیږ کې، بلکه د پیشیانو او سپیانو د ورګړو په بویولو او ښکلولو کې ارضاء کړو.
د مترو له سټیشن لا پوره نه وم راختلی چې سیم کارت مې له موبایله راوکیښ، ټوټې ټوټې مي کړ او د خځلو د بیرل تل تل ته مې وروغورځاوه چې بیا دا د پیشوګانو او سپیانو ، دا د لور او مور غږ مي غوږونه آزار نکړي .
پای