تاند، شنبه، د حمل ۲۳ مه: سپیدار ماڼۍ وایي، په دې وروستیو کې ولسمشر اشرف غني ته نږدې کسانو د عبدالله عبدالله د پلویانو  د بې اتفاقه کولو هڅې پیل کړې دي.

د عبدالله عبدالله ویاند امید میثم که څه هم د هغو کسانو نومونه نه دي یاد کړي، چې دده په خبره د عبدالله عبدالله د پلویانو تر منځ درز اچوي، خو وایي د عبدالله عبدالله په مشرۍ ټولشموله حکومت به ډېر ژر په کار پیل وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې وروستیو څو اوونیو کې د ثبات او همپالنې ډلې او د ټولشموله حکومت د غړو تر منځ د نفاق خورولو هڅو زور اخستی، خو دا هڅې تل بې پایلې وې.

بل لور ته د ولسمشر غني مرستیال ویاند دوا خان مینه پال بیا دا ډول تورونه ردوي او ادعا کوي، چې مذاکرات روان دي او دوی یې مثبتې پایلې ته د رسېدو په تمه دي.

بلخوا د ارګ یو سلاکار وحید عمر خبر ورکړی دی چې د ولسمشر غني له لوري د ګمارنو د درېدو د پنځه ورځني مهلت له پای ته رسېدو سره یو ځل بیا د ګمارنو د درېدو مهلت تر نامعلومې مودې ځنډول شوی دی.

عمر زیاته کړې خبرې دوام لري او کيدای شي یو څه نور وخت هم ونیسي، ځکه هغه پنځه ورځې چې له دې وړاندې ټاکل شوې وې پوره شوې دي: (( د اوس لپاره دا وخت غځېدلی دی هر کله چې خبرو یوه پایله پیدا کړه طبیعي ده چې اعلان به شي.))

څو ورځې وړاندې عبد رب رسول سیاف، حامد کرزي، یونس قانوني او کریم خلیلي د یوې اعلامیې له لارې له ولسمشر اشرف غني وغوښتل څو نوې ګمارنې ودروې او له عبدالله یې هیله وکړه، چې د سیاسي بحران د حل لپاره ټاکل شوی وخت دې وغځوي.

ولسمشر اشرف غني هماغه مهال د پنځه ورځو لپاره د کابینې نوې ګمارنې ودرولې او اوس یې د نامعلومې مودې لپاره دا وخت تمدید کړی ده، خو خبرداری یې هم ورکړی چې جوړجاړی مني مګر له عبدالله سره په قانون معامله نه کوي

One thought on “سپیدار: غني د عبدالله پلویانو کې بې اتفاقي اچوي، ارګ: د ګمارنو لړۍ نوره هم وځنډېده”
  1. د عبدالله کار د رئیس جمهور لاس ترل دی. پخوا د اجرائی رئیس په توگه وو او اوس همدی حالت ادامه ورکوی.
    عبدالله همدا اوس خپل کار پیل کری دی نو حکومت باید دا وضعیت بدل او حکومت جور کری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *