تاند- سپینه ماڼۍ وايي، پاکستان باید په خپله خاوره کې د تروریستي ډلو په وړاندې اقدام وکړي.
د سپینې ماڼۍ یوه جګپوړي چارواکي په دې خبره په تاکید چې هیڅ دولت باید پرېنږدي چې خاوره یې د هیڅ ډول تروریستي ډلې له لوري پر نورو هیوادوو د حملې لپاره وکارول شي، وویل چې د تروریستي شبکو او سختدریځو ډلو پر ضد په جګړه کې د پاکستان د خلکو او امنیتي ځواکونو قربانۍ مني او د دې جګړې ملاتړ کوي.
ده همداراز وویل« ولسمشر بارک اوباما ټینګار کړی چې پاکستان د هغو تروریستي ډلو پر ضد، چې د دغه هیواد له خاورې عملیات کوي، اقدام کولی شي او باید اقدام وکړي.»
دغه امریکايي چارواکي همداراز وویل چې د متحدو ایالتونو ولسمشر خورا په زغرده ویلي چې هیڅ هیواد باید پرېنږدي چې خاوره یې د بل هیواد پر ضد وکارول شي.
ده د هغه غوښتنې په ځواب کې دا څرګندونې وکړې چې په امریکا کې ۶۶۵۷۶۹ هندیانو په انلاین ډول مطرح کړې ده.