تاند- سپینې ماڼۍ نن /سې شنبه/ وویل چې ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د ولسمشرۍ له کاندید عبدالله عبدالله سره تېره شپه ټېلفوني خبرې وکړې او له هغه یې وغوښتل چې ارام واوسي او د انتخاباتي درغلیو د ادعاوو په اړه خبرې وکړي.

ښاغلي عبدالله نن د لویې جرکې په خیمه کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې تېره شپه ولسمشر اوباما ورسره ټېلفوني خبرې کړي خو ده ونه ویل چې اوباما ورته څه ویلي دي.

د سپینې ماڼۍ ویندوی جوش ایرنیسټ په یوه خبري غونډه کې وویل:«ولسمشر ورته په زغرده وویل چې موږ د درغلۍ د ټولو منطقي ادعاوو د څېړل کېدو هیله لرو خو د تاوتریخوالي او د اساسي قانون خلاف اقداماتو لپاره هیڅ توجیه نشته.»

د سپینې ماڼۍ ویندوی همداراز وویل:«هر ډول تاوتریخجن اقدام به افغانستان ته د امریکا د امنیتي او مالي مرستو د بندېدو په قیمت تمام شي.»

ښاغلي ایرنیست دا هم وویل چې په انتخاباتو کې د درغلیو یو شمېر تورونه لګول شوي خو تراوسه پوري سم څېړل شوي نه دي.

دواړه کاندیدان وايي چې د درغلیو ټول تورونه دې وڅېړل شي. دواړو خواوو د یکشنبې په ورځ موافقه وکړه چې د څه باندې ۷ زره محلونو رایې دې له سره تفتیش شي.

ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم پر همدې مسلې د خبرو لپاره د جمعې په ورځ کابل ته راشي. ښاغلي کیري له ښاغلي عبدالله سره ټېلفوني خبرې کړي دي.

4 thoughts on “سپینه ماڼۍ: اوباما عبدالله ته وویل چې د تاوتریخوالي او غیرقانوني اقداماتو لپاره توجیه نشته”
  1. بلاخره دامريكايانو حوصله هم سرته ورسيده دعبدالله په دله دخداى قهر نازل شوى خو گل مرجان يي نه منى او نه وينى په فارسي كى يو متل ده چى وايي : پش كله خر ياسين خواندن دافغانستان په شهيدانو تجارت ،لوبه او توهيين كول دير نام نهاده مجاهين سپك شول او دير به نورهم سپك شي شوراى نظارچى چا راوستله داسي يي استعمال كره لكه دتشناب كاغذ : به ريش بابه هم خنده حًوك چى له خپل ملت ته لرى وى هغه لكه دغلو دله دعبدالله گى دله

  2. Hahaha Abdullah Goal Okhor Jihad ey hum lar aw Hukmat hum. America ey da Talibano khilaf rawostah aw Jihad ey khars kar pir dollaro os bah tri america hagha dollar birta wakhli. Be adabi maaf waey kachnaey khazi jomaat jor kar no mola tah ey qesa okrah pir Abdullah hum da kar osho jihad ey okar kho pir amerca ey khars kar aw os bah tri dollae hom zeee

  3. سلامونه او نیکې هیلې وړاندې
    لکه څرنګه چې ټول په دې ښه پوهیږي چې غوا توره فی يي سپیني، زما په اند ټولې لاسوهني د غربي بلاک لخوا په انتخاباتو کې کیږي او وشوې ځکه چې د انخاباتو داعلانولو په ورځ ښاغلي ډابنیز وویل چې د انتخاباتو اعلان مونږ ناهیلی کړي یو او بل داچې مونږ برحال ولس مشر لرو ښاغلي اوباما باید دانتخاباتو په اړوند له ولشمرسره خبرې اترې کړې وای نه داچې له ښاغلي عبدالله سره
    نیغ په نیغه اړیکه و نیسي ځکه د ښاغلي عبدالله ته یو رقم ډاډ یا حمایه کول دي زما په اند باید ښاغلي ولسمشر لاس تر ځنې کینه ني او خپل مسؤلیت اداکړی تر د غیر نامریي لاسونه قطعه کړي او بیا د تېرو کلونو جکړې را منځته نشي که نه نو د هر ډول ناورین مسؤلیت به دده په غاړه وې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *