تاندا- د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت چارواکي د افغانستان د اوولس کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د طالبانو ترڅنګ له حقاني شبکې سره د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

ورځپاڼه وايي، که څه هم امریکا د حقاني شبکه تر ټولو خونړۍ او بې رحمه ډله ګڼي خو که کابل وغواړي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په پاکستان کې د دې ډلې له غړیو سره د پخلاینې هڅه وکړي، امریکا به د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو په خاطر ورسره مخالفت ونه کړي.

امریکا پخوا له حقاني شبکې سره پخلاینه ردوله.

د متحدو ایالتونو د ملي امنیت شورا یوه چارواکي د یکشنبې په ورځ واشنګټن ټایمز ورځپاڼې ته وویل«زموږ افغان متحدان باور لري چې د سولې په یوه اغېزمنه پروسه کې، چې د څو لسیزو جګړې پای ته ورسولی شي، باید د حقاني شبکې په ګډون ټول طالبان شامل وي او د افغانستان جګړه باید د افغانانو په منځ کې حل شي.»

ده، چې د نوم د نه څرګندېدو په شرط خبرې کولې، همداراز وویل«د امریکا متحد ایالتونه به د افغانستان د حکومت او د هغو ټولو خواوو ملاتړ وکړي چې سولې ته چمتو وي.»

تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا چارواکو ویلي وو چې افغانستان حاضر دی چې له حقاني شبکې سره هم خبرې وکړي.

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې وویل«موږ د حقاني شبکې د عناصرو په شمول له هر هغه چا سره چې پخلا کېږي، خبرو ته تیار یوو. له هغه چا سره خبرې نه کوو چې سوله نه مني.»

تر دې وړاندې د افغانستان ولسمشر د فبرورۍ په وروستیو کې د کابل د پروسې په دوهم کنفرانس کې ټولو طالبانو ته د سولې او په کابل کې د سیاسي دفتر د پرانیستلو وړاندیز وکړ.

واشنګټن ټایمز ورځپاڼه وايي چې اوس څرګنده نه ده چې ایا د امریکا د ملي امنیت نوی ټاکل شوی سلاکار جان بولټن هم د حقاني په شمول له ټولو طالبانو سره د سولې ملاتړ کوي او که نه.

د امریکا د ملي امنیت چارواکي وايي چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ له اعلان څخه اووه میاشتې وروسته لا هم پاکستان د طالبانو د ملاتړ په برخه کې په خپله پالیسي کې هیڅ راز بدلون نه دی راوستی. حال دا چې د دې ستراتیژۍ پر اساس پر پاکستان د امریکا مرستې وځنډېدې او پر دغه هیواد سیاسي فشارونه زیات شول.

دوی دا هم وویل چې په راتلونکي کې به پر پاکستان نور فشارونه هم راوړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *