تاند- روانه اوونۍ په لیبیا او افغانستان کې له خونړیو پېښو سره سره سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ وویل، ګرانه ده چې په دې اړه څه وویل شي چې ایا د اسلامي دولت تروریسته ډله له عراق او سوریې بهر ته وتلې او اوس د منځني ختیځ او شمالي افریقا په نورو برخو کې هم عملیات کوي.

د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والې ډلې د اوونۍ په پیل کې په لیبیا کې له لسګونو مسیحیانو سرونه پرې کړل.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، افغان مشرانو هم د داعش پلوي کسان د جلال اباد په انتحاري حملې تورن کړل چې تر ۳۰ تنو زیات افغانان پکې ووژل شول.

خو د سپینې ماڼۍ چارواکي لا هم د اسلامي دولت یا داعش پر خلاف په جګړه کې د بري ادعا کوي.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ريیس جوش ایرنسټ خبریالانو ته وویل:«دا مشکله مسله ده چې څوک دې د هغې په اړه قضاوت وکړي. حالات داسي دي چې زموږ په باور ځیني کسان په انفرادي ډول له داعش سره د اړیکو لرلو ادعا کوي خو له داعش سره د دوی په اړیکو زیات باور نه شي کېدای ځکه چې د داعش د بري لپاره ډېر تبلیغات شوي دي. »

د شنبې په ورځ په جلال اباد کې په یوه انتحاري حمله کې ۳۵ تنه ووژل شول او ۱۲۵ نور ژوبل شول. له حملې وروسته د شاهد الله شاهد په نوم یوه تن د داعش په استازیتوب رسنیو ته وویل چې برید دوی کړی دی.

افغان چارواکي وايي چې د داعش غړي د طالبانو ناراض غړي دي. خپل سپین بیرغونه یې په تورو بدل کړي.

2 thoughts on “سپینه ماڼۍ وايي، افغانستان ته د داعش د خپرېدو په اړه څېړنه کوي”
  1. دآمريکاه هدف ددې ځيړنو څخه دا نه دۍ چه دآفغا نستان دخلګو سره په کومک دوۍدا څېړنې کوي باور ولرۍ دوۍ چه دا څيړنه کوې چه دداعش فعا ليت ولۍ دومره پځ دۍ ددوۍ دداعش څخه څخه زياده توقع درلودله چه بايد زياد بې ګناه اوخلګ ئې په وينو لړلۍ واۍ اميد دۍ چه دافغانستان ملې اردو،پوليس،آمنيتې قواوې اوحتی خلګ بيدار واوسي چه دښمن په کمين کي درته ناست دئ.

  2. رشاد صاحب بلکل واقعيت مو ليکلی همداسی دی جنګ پر افغان ملت ټپل سوی اوس بايد راويښ سو ،سياسی ګوندونه بايد ګډه سترا تيژی غوره کړی اوجمهورريس غنی سره خپلی ليدنی اوکتنی ګړندی وساتی اوهغه سره پدی سختو شيبو کی دپردوڅخه دوطن د ساتنی په خاطر ګډه مبارزه وکړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *