تاند- سپینې ماڼۍ د ملا عمر د مړینې په اړه ویلي چې دا به په افغانستان کې سولې او ثبات ته لار اواره کړي.
د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي رييس جان ارنیست تېره شپه په یوه اعلامیه کې وویل:«د امریکا د متحدو ایالتونو استخباراتي ادارو له څېړنو وروسته څرګنده کړه چې د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر مړ شوی دی. سره له دې چې د نوموړي د مړینې دقیق څرنګوالی لا معلوم نه دی خو له لسیزو جګړو او د زرګونو انسانانو له وژل کېدو وروسته د ملا عمر مړینه د افغانستان د ثبات، او امنیت لور ته د پرمختګ لپاره یو بل فرصت دی.»
د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي رييس وویل، سره له دې چې ولسمشر بارک اوباما د تېر میلادي کال په پای کې له افغانستانه ټول جنګي ځواکونه وایستل خو افغانستان لا هم یو خطرناک هیواد دی او افغانان لا هم له بې رحمه تشدده او جنګ جګړو، چې بې ګناه ملکیان پکې وژل کېږي، ځورېږي.
جاش ارنیست زیاته کړه، د بدلون په اوسني وخت کې طالبان کولی شي چې یا د خپلو خلکو پر ضد د جنګ او د خپل هیواد د بې ثباته کولو لارې ته دوام ورکړي او یا سوله خوښه کړي.
ده ټینګار وکړ:«موږ طالبان هڅوو چې د پخلاینې لپاره د ولسمشر غني غوښتنې او د افغانستان له حکومت سره حقیقي سولې ته مثبت ځواب ووايي.»
امریکا د ملا عمر پر سر ۱۰ ملیون ډالره جایزه ایښې وه.
نو دا لس میلونه جایزه به اوس چاته ورکوې.
پاکستان که افغانستان
لکه څنګه چی طالبان مخکی په یوه قومنده اداره کیدل اوس به هم هماغسی اداره کیږی خوداخبری بی اساسه دی چی دملامحمدعمرخند وفات سولی او ثبات ته لاره هواره کړه