تاند- سپینې ماڼۍ هم خبرداری ورکړ چې که د افغانستان ولسمشر حامد کرزي امنیتي موافقه ژر لاسلیک نه کړه امریکا به له افغانستانه ټول پوځیان وباسي.

د سپینې ماڼۍ په وینا د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د متحدو ایالتونو د ملي امنیت د سلاکارې سوزن رايیس خبرې د امنیتي موافقې په اړه د امریکا وروستۍ خبرې دي او نور به په دې هکله له افغان چارواکو سره خبرې ونه کړي.

لوېدیځو رسنیو وویل چې د امریکا د ملي امنیت سلاکارې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د کتنې په وروستیو شېبو کې خبرداری ورکړ چې که امنیتي تړون ژر لاسلیک نه کړي امریکا له افغانستانه خپل ټول پوځیان باسي.

راپورونه وايي چې کرزي مېرمن رايیس ته ډاډ ورکړ چې امنیتي موافقه به لاسلیک کړي خو ویې نه ویل چې کله به یې لاسلیک کړي.

په همدې منځ کې د افغانستان د ولسمشر ویندوی وايي چې متحدو ایالتونو د شفافو انتخاباتو او په ټاکنو کې د هیڅ کاندید د نه ملاتړ په باب د ولسمشر کرزي غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی خو د افغانانو د کورونو د تلاشۍ په اړه لا هم دواړه خواوې د نظر اختلاف لري.

مشورتي لویې جرګې په استثنايي حالاتو کې، چې د امریکايي پوځیانو سر ته خطر پېښ وي، د بهرنیو پوځیانو له لوري د کورونو تلاشي تایید کړې ده. خو کرزی لا هم وايي چې نه به امریکايي پوځیان د افغانانو کورونه تلاشي کوي او نه به نور په افغانستان کې پوځي عملیات کوي.

مشورتي لویې جرګې، چې د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېده، له ولسمشر کرزي څخه غوښتي چې د افغانستان او امریکا دوه اړخیزه امنیتي موافقه د روان میلادي کال تر پای ته رسېدو مخکې لاسلیک کړي.

د سپینې ماڼۍ له یوې اعلامیې سره سم مېرمن راييس افغان ولسمشر حامد کرزي ته وویل:«که امنیتي موافقه ژر لاسلیک نه کړي، امریکا ته به د ځواکونو له ایستلو پرته بل انتخاب پاتې نه شي ځکه چې بیا له ۲۰۱۴ وروسته وخت لپاره پلان نه شي جوړولی او په نتیجه کې به یې متحد ایالتونه او ناټو خپل حضور په افغانستان کې پای ته ورسوي.»

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي:«مېرمن راییس په دې تاکید وکاوه چې د راتلونکي کال له انتخاباتو وروسته وخت ته د لاسلیک ځنډول ګټه نه لري.»

سپینې ماڼۍ ویلي چې کرزي امریکا ته نوي شرطونه ایښي چې یو یې د افغانانو د کورونو د نه تلاشي کولو په اړه دی او بل دا دی چې امریکا دې له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.

کرزي د ګوانتنامو له محبسه د افغانانو د خلاصون غوښتنه هم کړې ده.

د امریکا د ملي امنیت سلاکارې وویل، هیواد یې په افغانستان کې شفافو، عمومي، له هرراز مداخلې پرته له خپلې قانوني پروسې سره سم په خپل وخت انتخاباتو ته ژمن دی.

11 thoughts on “سپینه ماڼۍ وايي، نور له افغانستان سره پر امنیتي موافقه خبرې نه کوي”
  1. زما په فکر که امريکا په رشتيا په افغانستان کي امن غواړي نو بايد د چا کورونو ته ورنشي دا قتل و قتول بند کړي مګر امريکا د دوستي معني دوشمني ده او په تاريخ ثابته ده چه امريکا په نړي کي هيچا سره ريشتوني ندي پاتي

  2. دوی له پاکستان سره هم خبری کول نه غوښتل خو ن ن بیا د پاکستان کلک ملګری دی په ورستیو کی د نواز شریف ګرم استقبالونه او بیا دوی سره د پوښځی روزنی تړون دا ښیی چی باید دامریکا د پالیسی د تاثیر لاندی راتلل د ملک ورکیدا ده دوی ته نقد جواب تجارت دی

  3. دوی له پاکستان سره هم خبری کول نه غوښتل خو نن بیا د پاکستان کلک ملګری دی په ورستیو کی د نواز شریف ګرم استقبالونه او بیا دوی سره د پوښځی روزنی تړون دا ښیی چی باید دامریکا د پالیسی د تاثیر لاندی راتلل د ملک ورکیدا ده دوی ته نقد جواب تجارت دی

  4. زما په نظر که امریکایی پوځیان د افغانانو کورونه تالاشی نه کړی او د ملکی خلکو ژوند ته خطر پيښ نه شی ، د دوی پوځیانو ته به هم د مرګ ژوبلی خطر کم شی او هلته به د دواړو هیوادونو دوستی تړون واقعی معنی ولری. کله چی د امریکا پوځیان زمونږ په هیواد کی نظامی اډی ولری دا به نور د جنګ دوام په معنی هم نه وی، ځکه امریکاییان خو په نورو ډیرو هیوادونو کی خپل پوځیان او اډی لری ، هلته خو د کورونو تلاشی او د امریکی پر ضد جګړه نشته.

  5. اصلا د پردې تر شا خبرې نورې دي. کرزی د ولس له غمه نه دی مړ خپل شخصي هدفونه لري. خپل ورور په امریکایانو منل او داسې ضمانت چې اینده کې ترې دده د کړنو پوښتنه و نه شي. داخبرې هسې میډیا ته راوځي.

    درناوی

  6. عبدالسلام جانه دنوروهیوادواوافغانستان ډیرفرق سته امریکایان دلته فه زورراغلی اودجنګ دوجی اډوته ټولیږی فه نوروملکوکی دی ازادکرځ اودلته بی چورلکواوټانګونو نسی کرزیدی وتل ی هم ده دی هم دافغانانوفه ګټه دی

  7. Afghanano roono taso akhir wale Amreeka sara tarroon kawal ghwarrai.Tar so ba pa khpal tareekh ke dagha shan badmakhee tarroonoona kawai.Akhir da Gandamak ao Durandline muwahide mo haire krre.Taso pa khpalo matto itbar wale na kawai ? Bas doomra dera wa nor Amreeka ta khairbad owayae ao da yao khpalwaka Afghanistan azsar-e-no taamir wakrrai.Da Shah Shuja, Amir Abdur Raman ao Babrak Karmel lara nora pregdai.

  8. کرزی صاحب چی امضا یی نه کړی خطاباسی دی دا ډير احمقان دی په دغو اعتبار نشته دوی چی له پیغمبرانو سره هم تړونونه کړی
    چی کله یی وس رسیدلی ده نو هغه خپلی وعدی یی ترسره کړی نه دی دهغوی خلاف کار یی کړی پام چی خطا نشی.

    1. لايتخذالموءمنون الكفرين اولياء من دون المومنين ايبتغون عندهم العزة فاان العزة لله جميعا الايه سورت النساء
      محترمو ورونوالسلام عليكم ورحمت الله وبركاته
      ورونوداكوم ايات كريمه چي ماتاسوته وراندي كه الله ج وايي چي مومنان دي هيس كله كافران په دوستي نه نيسي
      اياتاسوددوي په نزد عزت غواري ؟
      نوالله ج وايي چي تول عزت دالله ج سره دي
      نوداكفارهيس كله دمسلمانانودوستان نه شي جوريدلي داخو دافغانستان لاسليلك غواري كه خداي نه خواسته خداي نه خواسته مونگ ورته خپلي تولي شزي خوشي كرو نودي به هم زمونگ سره وفاونكري دوي دالله ج حق نه پيجني چي دوي يي پيداكري اوددوي مولا خالق دي
      نوچي مونگ ددوي غلامان شو نوزمونگ به سه پروا وكري چي دبادارپروانه كوي نوغلام خودوهلولايق وي
      داچي دوي وايي چي مونگ دي نه وروسته امنيت راولونو ولي يي دا دولس كاله په زرگونولكونوبي گناه انسانان په وينوولمبول اوزمونگ هديري يي دشهيدانونه دكي كري
      ددوي دامقصدوو چي رازه شه يي وزپه وه بيا ورته ووايي چي دا وطن مونگ ته واخوشي كري اوتاسوچيرته همسايه گان شي
      ورونودخپل اعمالوسزاموده
      الهي دي اول ماته بياتاسوتولوته هدايت وكري
      مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *