تاند- سپینې ماڼۍ نن /سې شنبه/ وویل چې ولسمشر بارک اوباما قطعاً دې ته نژدې شوی نه دی چې له ۲۰۱۴ وروسته له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړي.
د سپینې ماڼۍ ویندوی جې کارني وویل، دا ممکنه ده چې اوباما د هیڅ پوځي د نه پرېښودلو پرېکړه وکړي او هیڅ سرتېری په افغانستان کې برېنږدي.
خو ده په عین حال کې وویل چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو د پاتې کېدو او شمېر په اړه به د افغانستان له حکومت سره خبرې وشي.
له بلې خوا د پینتاګون یا د امریکا دفاع وزارت هم وویل چې ولسمشر اوباما تراوسه پوري له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د ځواکونو د پرېښودو یا د پاتې کېدونکو پوځیانو د شمېر په اړه پرېکړه نه ده کړې.
د پینتاګون ویندوی وویل، سره له دې چې ولسمشر اوباما لا په افغانستان کې د ځواکونو د پرېښودو په هکله فیصله نه ده کړې خو د ټولو ځواکونو د ایستلو موضوع یوه له هغو انتخابونو څخه ده چې غور پرې روان دی.
د پینتاګون ویندوی جورج لیټل، چې له خبریالانو سره خبرې کولې، د دې پوښتنې په اړه څه ونه ویل چې ایا دفاع وزیر جورج لیټل هم له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د پرېښودلو ملاتړ کوي او کنه کوي.
ده وویل چې په دې برخه کې ولسمشر اوباما ته د دفاع وزیر چک هېګل سپارښتنه نه شي څرګندولی.
تر دې مخکې نیویارک ټایمز او سي این این د باوري سرچینو له قوله ویلي و چې اوباما له کرزي سره په امنیتي تړون کې د لانجې پرسر نهیلی شوی او له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو پر ایستلو غور کوي.
Karzai must share power with Taliban in the south or lose all the power.
obama aw larzedale dalgai ghwarri che pa baw baw bande khpal qadar paidakri. pa de na pohegi che pa da tero 11 kalono ke ye de 45 noroo hewadono lewano sara karzi ta kom de nang karona karri de. che saba ta waze pakar da che hamda nan khpal kharsorri tool krri, pate shwal keraya shawe dalgai ye,ka cha na preshodal no byaba de hisab warkawalo nawi.
محترمو لوستونکو کوښښ وکړی چی خپلی تبصری په پښتو ټکو ولیکی. پښتو په انګلیسی ټکو لوستل ستونزمن دی. اوس په ټولو ویندوز پروګرامونو کی پښتو شته نو لطف وکړی ډاونلود یی کړی او له پښتو ټکو لیکلو خوند واخلی او نورو ته یی هم آسانه کړی چی ستاسی تبصری په ښه توګه ولولی
تاسی کولی شی چی د یوه اونی په موده کی پښتو ټایپ زده کړی
دا به پښتو ته خدمت هم وی
I request taand webpage to do not share isi’s info such as headri’s one. Please keep afghanistan protected from war turn words. Thanks
امریکا پدی سر غواړی چی نور زور هم په افغانانو واچوی ترڅو دې ته یی مجبور کړي چي ډیر امتیازات لاس ته راوړي ددي کار لپاره دوی نورې وسیلې هم کاره وي چي دا وسلي په ګونډیو هیوادونو کې ددې کار د کېدو لپاره عملاً روزل کیږي
Khan baba, I am proud to be Afghan but I see the reality of talking to Taliban who are our own Afghan brothers.
Taliban proved their strength in the last 10 years and the west tried their best to eliminate them but were not able that is why after all they came to the conclusion to talking to the Taliban because the US knows that after 2014 if they leave and the same fight then the Afghan government can be overthrown easily. Please find the realities before you judge and blame