سپینه ماڼۍ

تاند- سپینې ماڼۍ د امریکا د دفاع د پخواني وزیر د لیکنې په عکس العمل کې ویلي چې ولسمشر اوباما د القاعده شبکې ځپلو او ماتولو ته ژمن دی.

 د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، د ولسمشر اوباما اداره د روان میلادي کال په پای کې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ښکاره پلان لري.

سپینې ماڼۍ دا څرګندونې د امریکا د دفاع د پخواني وزیر رابرټ ګیټس د هغې نیوکې په ځواب کې کړي چې افغانستان په اړه د ولسمشر بارک اوباما پر تګلاره یې کړې وه.

ګېټس دا نیوکې په یوه کتاب کې کړي چې امریکايي رسنیو د هغه ځیني خپرې کړي دي. ټاکل شوې ده چې د ګېټس دا کتاب، چې ډیوټي یا دنده نومېږي په راتلونکې اوونۍ له چاپه راووځي.

رابرټ ګیټس ویلي ولسمشر اوباما د افغانستان او عراق له جګړو، چې ده ته له پخواني حکومته په میراث پاتي وې، نارامه و.

جمهوري غوښتونکي ګیټس چې جورج ډبلیبو بوش دفاع وزیر ټاکلی و او د دیموکرات ولسمشر بارک اوباما په حکومت کې هم څلور نیم کاله دفاع وزیر پاتې شو، په دې کتاب کې لیکلي: په ۲۰۱۱ کال په سپینه ماڼۍ کې په یوه غونډه کې یې داسي انتباه واخیسته چې ولسمشر اوباما پر خپلو قومندانانو اعتماد نه کوي، د افغانستان ولسمشر حامد کرزی نشي زغملی  او د افغانستان په اړه پر خپله ستراتیژۍ باور نه لري.

د متحده ایالاتو د دفاع پخواني وزیرپه خپل تالیف کړي کتاب کې دا هم لیکلي :

ولسمشر اوباما د افغانستان جګړه خپله نه ګڼي او د هغه لپاره یوازې دا مهمه ده چې څرنګه له دې جګړې ووځي.

د رابرټ ګیټس په وینا باراک اوباما د افغانستان په اړه د متحده ایالاتو د پوځ پر وړاندیزونو او انتخابونو باور نه درلود.

په کتاب کې دا هم راغلي سپینې ماڼۍ په دوامداره توګه د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاګون په چارو کې مداخله کړې ده.

خو د امریکا د دفاع پخواني وزیر د پاکستان په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن د وژلو په اړه د ولسمشر اوباما پریکړه ستایلې ده او لیکي چې دا د ده د وظیفې پر مهال د سپینې مانۍ تر ټولو زړوره پریکړه وه.

رابرټ ګیټس د ولسمشر اوباما پر مرستیال جوبایډن هم انتقاد کړی او په دې کتاب کې يې لیکلي چې بایډن تقریباً د هرې بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې خطا دریځ او تګلاره لرلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *