تاند- د عرب نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې د ځینو افغانانو له نیوکو سره سره سپینې ماڼۍ د ګوانتنامو له بنده د خپل یوه پوځي د خلاصون په بدل کې د ۵ طالب بندیانو د خوشي کېدا دفاع وکړه.
د سعودي عربستان د عرب نیوز له لیکنې سره سم افغانان ګومان کوي چې دا تبادله به وسله وال طالبان زړه ور کړي او د نورو کسانو تښتولو ته به یې وهڅوي.
له طالبانو سره یوازینی اسیر امریکايي پوځي بووي بریګدال د قطر په منځګړتوب د شنبې په ورځ خوشي شو.
د امریکا متحدو ایالتونو د خپل پوځي په بدل کې د طالبانو ۵ بندیان قطر ته وسپارل چې هلته یو کال وساتل شي.
په داسي حال کې چې امریکا او ناټو له افغانستانه وځي قطر ته د دغو پخوانیو طالب چارواکو له سپارلو سره د افغانستان د سولې د بهیر فعالېدو ته هیلې پیدا شوي دي.
خو دې معاملې په عین حال کې د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند او د افغانستان د حکومت انتقادونه هم پارولي دي.
د پنځو خوشي شویو طالب مشرانو په منځ کې یو هم نورالله نوري دی چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د بلخ والي و او د بلخ ولایت چارواکي او د دغه ښار شیعه اوسېدونکي یې په ۱۹۹۸ میلادي کال د شیعه ګانو په ډله ییزه وژنه کې په لاس لرلو تورنوي.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د ټکسي یوه چلوونکي حسین علي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«زموږ نژدې خپلوان او عزیزان د نوري د ولایت په مهال ووژل شول. زه ډېر خوابدی شوم چې نوري خوشي شوی دی.»
په داسي حال کې چې شیعه ګان او د جمعیت ګوند پلویان د طالب بندیانو پر خلاصون خوابدي ښيي، د جنوب او ختیځ په ولایتونو کې ځیني خلک د طالب بندیانو پر خوشي کېدا خوښ دي.
د ننګرهار په پوهنتون کې استاد خالد ضیا وویل چې ده ته دا تبادله ښه ښکاره شوه.
د امریکا دفاع وزیر چک هېګل د یکشنبې په ورځ د خپل هیواد د پرېکړې دفاع وکړه، ویې ویل:«موږ د طالب بندیانو خلاصون ښه ګام بولو او دا به د سولې خبرو ته لار اواره کړي او روحیه به لوړه کړي.»
ده دا هم وویل چې د طالب بندیانو خلاصون به له طالبانو سره د امریکا د متحدو ایالتونو د مخامخ خبرو سبب شي.
له بلې خوا د عرب نیوز د راپور پر اساس د افغانستان ولسمشر حامد کرزی پر دې معاملې په قار دی او امریکا د افغانستان د سولې په پلان کې پر ناکامېدو تورنوي.
مخکې داسي راپورونه هم خپاره شوي و چې د افغانستان حکومت ته د خبر له ورکولو پرته امریکا له طالبانو سره معامله کړې ده خو په کابل کې د امریکا سفیر وویل چې د کرزي حکومت یې مخکې تر مخکې خبر کړی و.
امریکا+ناټو+فکستان+طالبان+پاړسيوانان= د پښتنو ورکول، زورول، وژل او بې سیواده کول، پل ورانول، مکتب سوځول
ډېر داسې احمق ترین د انسان په شکل څاروي هم شته چې وایي طالبان پښتانه دي خو زه قسم په الله یادوم چې دا دنیا الله اباده کړې پښتانه به دومره نه وو ذلیل شوي لکه څومره چې د طالبانو په پروژه کې په هر اړخیز ډول در به دره او خاورې په سر شول.
دا کار اصلا کرزی وکړ نو ولی بیا کرزی وایی چی دا به صلحه ته ضرر شی