سپینې ماڼۍ د ملاعمر د مړینې راپورونه باوري وبلل

تاند- سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ /جولای ۲۹/ د طالبانو د اسلامي تحریک د مشر ملا محمد عمر د مړینې راپورونه باوري وبلل.

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر مرستیال ريیس اریک شولتز وویل، د امریکا متحد ایالتونه دې نتیجې ته رسېدلي چې د ملاعمر د مړینې راپورونه باوري دي.

شولتز، بې له دې چې د ملاعمر د مړینې د نېټې یادونه وکړي، وویل چې د امریکا استخباراتي موسسې د ملا عمر د مړینې د څرنګوالي په اړه پلټنه کوي.

د طالبانو د واکمنۍ د مهال یوه وزیر، چې اوس د دې ډلې د مشرتابه شورا غړی دی، وايي چې ملا عمر په نري رنځ یا توبورکلوز اخته و او څه باندې دوه کاله وړاندې مړ شو.

د افغانستان حکومت د چهارشنبې په ورځ ناوخته د ملاعمر مړینه رسماً تایید کړه.

د ولسمشرۍ دفتر او د ملي امنیت ریاست وویل، ملا عمر د ۲۰۱۳ کال په اپریل کې د کراچۍ ښار په یوه روغتون کې په مرموز ډول ساه ورکړې ده.

د ولسمشرۍ د ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې اوس تر پخوا د سولې خبرو ته لا زیات شرایط برابر شوي او ځکه پر ټولو مخالفو وسله والو ډلو ږغ کوي له دې فرصته په استفادې د سولې په پروسه کې شامل شي.

د افغانستان د ملي امنیت ویاند حسیب صدیقي وویل چې پخوا هم شکونه ول چې ملا عمر ژوندی نه دی او ده خپل شکونه له رسنیو سره شریک کړي هم وو.

د ملي امنیت ویاند وویل چې د ملا عمر مړینه بهرنیو سرچینو هم تایید کړې ده.

مخکې ویل شوي و چې پاکستان د افغانستان حکومت ته خبر ورکړی چې ملا عمر مړ دی.

د طالبانو ویندوی دا تازه خبر رد یا تایید نه کړ خو ویې ویل چې وروسته به په دې اړه خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی قاضي خلیل الله وویل چې دوی هم هڅه کوي چې د ملا عمر د مړینې د خبرونو حقیقت معلوم کړي.

د امریکا متحدو ایالتونو د ملا عمر پر سر ۱۰ ملیون ډالره جایزه ایښې وه.

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر د ريیس مرستیال ښاغلي شولترز وویل چې طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو له لارې موافقې ته د رسېدو چانس لري.

ده همداراز وویل:«دوی کولی شي چې د سولې په پروسه کې د شاملېدو لپاره د افغانستان د حکومت بلنه ومني او یا دا چې د جګړې لار غوره کړي او خپل هیواد نارامه او بې ثباته کړي.»

ملا محمد عمر په ۱۹۵۹ یا ۱۹۶۰ میلادي کال کندهار ته نژدې په یوه کلي کې زېږېدلی و او لا کوچنی و چې د خپل پلار له مړینې وروسته د خپلې کورنۍ کفالت ورله غاړې شو.

د ملا عمر د مړینې د اغېزو په اړه راز راز شننې کېږي. یوه ډله شتونکي وايي چې د ملا عمر مړینه ممکن د سولې خبرو ته لار اواره کړي او د سولې په بهیر کې اوسنی پرمختګ هم ښايي د ده د نه شتون له کبله وي. خو بله ډله شنونکي وايي چې ممکن د ملاعمر مړینه د دې سبب شي چې د طالبانو په منځ کې درز رامنځته او د هغوی یووالی ختم شي او په نتیجه کې یې له هرې ډلې سره چې د سولې ملاتړې وي، خبرې د افغانستان د بشپړې سولې سبب نه شي.


اړوند خبرونه:

ملا عمر په رښتیا مړ دی؟

ملا عمر د سولې د خبرو واک اختر منصور ته سپارلی

پاکستاني طالبانو خپل قومندان د ملاعمر پر ضد د دسیسې په خاطر وشاړه

ملګروملتو د وسلې د خبرو د تایید په خاطر د ملاعمر د پیغام هرکلی وکړ

فدايي محاذ ادعا کوي چې ملاعمر ۲ کاله پخوا وژل شوی

د افغانستان حکومت د ملاعمر مړینه رسماً تایید کړه

د افغانستان او پاکستان حکومتونو د ملاعمر د مړینې راپورونه تایید کړل

د افغانستان حکومت د ملاعمر د مړینې راپورونه ځېړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *