راپور: خوشال درانی
نېټه: ۱۳۹۸ لېندۍ ۲۹مه
سپینغر ادبي بهیر خپله ۳۸مه ناسته هم وکړه. دغه ناسته د خوږیاڼیو ولسوالۍ د سپینغر ادبي بهیر د غونډو په تالاره کې ترسره شوه، چې د دریځ چارې یې روح الله صمیم سمبالولې او د جانولي ثاقب لهخوا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د تېرې ناستې راپور جانان خدرخېل لیکلی و، چې د نوموړي په نشتون کې د راپور اورول پاتې شول.
په پیل کې د سپینغر ادبي بهیر مشر محمد صدیق خوږیاڼي خپلې خبرې وکړې. نوموړي وویل: ادبي بهیرونه فکري مرکزونه دي او په دغسې ځایونو کې فکرونه روښانه کېږي.
د خوږیاڼي له خبرو وروسته ازاده مشاعره وشوه، چې استاد احمدالله چابک، محمود ځلاند، سیداحمد احساس، نصرت الله نوښت، بریال وزیروال، حفیظ الله رحیمي، قنداغا سهار، سید محمد کریم سادات، جانولي ثاقب، ادریس فقیر، غفران قایل، برکت الله اسیر، نورعالم نوراني او خوشال دراني پکې خپل شعرونه د ناستې ګډونوالو ته واورول.
د غونډې اروزنه خوشال دراني وکړه. نوموړي وویل، ملګري دې وختي راځي او د ملګرو د ناوخته راتګ له امله زموږ غونډې هم ناوخته پیلېږي.
ده وویل: په بهیر کې د ځینو شاعرانو شعرونه ورځ تر بلې ښه کېږي او که دوی خپل راتګ ته دوام ورکړي، نو شعرونه به یې نور هم ښه شي.
دغه ناسته غرمه مهال د نورعلم نوراني په دعایه پای ته ورسېده.