راز خوږیاڼی

نېټه:  ۱۳۹۸ د وږي لومړۍ

سپین‌غر ادبي بهیر یارانو خپله دروېشتمه(۲۳) اوونیزه ادبي ناسته وکړه، یاده ناسته چې پۀ خوږیاڼیو کې د سپین‌غر ادبي بهیر د غونډو پۀ تالار کې ترسره شوه، د دریځ چارې یې د رحیم الدین “رحیمي” سره وې او  د قاري مطیع الله “میاخېل” لۀ خوا د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو پۀ تلاوت پیل شوه.

د مشر مېلمه څوکۍ خوشال “دراني” ته ځانګړې شوې وه، چې د کوربه پر څوکۍ ورسره ددې بهیر مشر محمد صدیق “خوږیاڼي” ملتیا کوله.

د تېرې ناستې راپور د راز خوږیاڼي لۀ خوا واورول شو، چې لۀ اورولو وروسته ځینو ګډونوالو پۀ راپور خپلې نیوکې او وړاندیزونه شریک کړل، چې پۀ راتلونکې کې ورته راپور لیکوونکی پاملرنه وکړي.

عمران “تسل” وویل، که راپور کې د میاشتې نوم ولیکل شي لا بۀ ښۀ شي.

خوشال “دراني” وویل راپور ډېر ښکلی وو، خو پۀ پای کې د دعا اورول راوړل شوي وو، چې پر ځای یې باید د دعا غوښتل لیکل شوی وی، بل دا چې پۀ لوستلو کې ځينې توري پۀ سم ډول ونۀ لوستل شول، راتلونکې کې دې ته هم پام وشي.

د پیلیزې وینا لپاره د بهیر مشر محمد صدیق “خوږیاڼی” دریځ ته راوغوښتل شو، هغه د خپلو خبرو پۀ سر کې لۀ ټولو گډونوالو غوښتنه وکړه که پۀ راپور لنډ نظرونه ورکړل شي ښه بۀ وي، چې مشاعره ژر پیل شي او ټولو ته د شعر اورولو نوبت ورسېږي، خوږیاڼي د بهیر د ټولو ګډونوالو پۀ استازولۍ لۀ خوشال”دراني” ځانګړې مننه وکړه چې د بهیر د تېرې اوونۍ راپور یې ډېرو وېبپاڼو ته د خپرولو پۀ موخه استولی وو.

لۀ وینا وروسته د سید محمد کریم سادات پۀ شعر کره کتنه وشوه، چې گڼو گډونوالو یې پۀ اړه نیوکې، وړاندیزونه، ښېگڼې او نیمګړتیاوې لۀ شاعر سره د سمون پۀ موخه شریکې کړې، چې سادات هم پۀ خپل وار لۀ ټولو ځانګړې مننه وکړه.

لۀ کره کتنې وروسته ازاده مشاعره وشوه چې هر یو استاد “شمشیر” رحیم الله “ارماني” مسکینیار “دانش” احمد “یون” جمشېد “تکل” محمد غوث “نوري” سنګر “جانان‌خېل” شریف الله “خاکسار” سید محمد کریم “سادات” راز “خوږیاڼي” محمود “نظري” احمد “نظري” عبدالحمید “حلیمي” وسیع الله “ګوهرخېل” هدایت الرحمن “ډاډ” عمران “تسل” بریال “وزیروال” پروېز “نوري” برکت “اسیر” روح الله “صمیم” امدادالله “حقمل” عارف الله “نېکمل” نثاراحمد “سېلاب” شېربهادر “عابد” بشیراحمد “حقیار” قنداغا “سهار” شېربهادر “طاهري” حمیدالله “خوږمن” امین الله “زهیر” محمد عارف “خوږیاڼي” هارون “نوراني” او خوشال “دراني” پکې خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه د ناستې ګډونوالو ته واورول، چې د ګډونوالو لۀ خوا یې پۀ تودو چکچکو هر کلی وشو. یاده دې وي چې مشاعره د ځینو ترنم ویونکو خوږو او شرنگېدلو ترنمونو لا خوندوره او پۀ زړۀ پورې کړې وه.

لۀ ازادې مشاعرې وروسته د غونډې مشر مېلمه خوشال “درانی” د ارزونې لپاره دریځ ته راوبلل شو.  دراني پۀ خپلو خبرو کې وویل ،غونډه تر پایه خوندوره او پۀ زړۀ پورې وه او د لا ښۀ والي لپاره څو وړاندیزونه دي چې باید پۀ راتلونکو نورو غونډو کې ورته پاملرنه وشي، غونډه باید پۀ خپل ټاکلي وخت پیل شي او ټول ملګري پۀ خپل ټاکل شوي وخت ورته حاضر شي، ویاند باید د غونډې پۀ اړه خپل قضاوت وړاندې نۀ کړي، ټولو ګډونوالو ته پۀ یو ډول بلنه ورکړي، ځینو ته د تشریفاتي کلمو لۀ راوړلو باید ډډه وکړي، یوه اوونۍ باید لیکچر وړاندې شي او بله اوونۍ کره کتنه وشي او پۀ کره کتنه کې باید د نظم تر څنګ نثر برخې ته هم پاملرنه وشي، دراني د خپلو خبرو پۀ پای کې ژمنه وکړه چې راتلونکې اوونۍ بۀ د معیاري او سمو کلمو پۀ اړه د بهیر ګډونوالو ته لیکچر وړاندې کوي. یاده ادبي ناسته غرمه مهال د استاد محمد رازق ځلاند پۀ دعایه پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *