راپور: راز خوږیاڼی
نېټه: ۱۳۹۸ د سلواغې ۲۵مه
سپینغر ادبي بهیر یارانو خپله شپږ څلوېښتمه ادبي ناسته وکړه، یاده ناسته چې پۀ خوږیاڼیو کې د سپینغر ادبي بهیر د غونډو پۀ تالار کې تر سره شوه، د دریځ چارې یې جانان خدرخېل سمبالولې او د قاري نهایت الله مخلص لۀ خوا د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو پۀ تلاوت سره پیل شوه.
د ناستې مشري محمد صدیق حیران کوله، د تېرې ادبي ناستې راپور راز خوږیاڼي ولوست، چې د ټولو ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېد.
د ناستې پیلیزه وینا محمد صدیق حیران وکړه. هغه پۀ خپلو خبرو کې خوښي وښوده چې د بهیر ناستې پۀ دوامداره ډول هره اوونۍ تر سره کېږي او د خوږیاڼیو اړوند ګڼ شاعران، لیکوال او د ادب مینهوال پکې برخه اخلي، حیران زیاته کړه، کوښښ بۀ وکړي چې د بهیروالو پۀ همکارۍ د بهیر کلیزه خورا پۀ شانداره ډول او لۀ جوشه ډکه ونمانځي او پۀ ویاړ بۀ یې لویه مشاعره جوړوي تر څو د نورو سیمو شاعران او فرهنګیان هم پکې ګډون وکړي.
وروسته ازاده مشاعره وشوه چې قنداغا سهار، سنګر جانانخېل، روح الله صمیم، نهایت الله مخلص، استاد احمدالله چابک، عبدالحمید حلیمي، محمد غوث نوري، حفیظ الله رحیمي، شاهدالله ځیرک، محمد عیسی، نوراغا شېخزاده، محمد عارف میثاق، میراغا قدریار، شېربهادر عابد، غفران قایل او پروېز نوري پکې خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه واورول چې د ګډونوالو لۀ خوا یې د تودو چکچکو پۀ بدرګه تود هرکلی وشو، یاده دې وي مشاعره ځینو خوږ ژبو ترنم ویونکو پۀ خپلو خوږو او شرنګېدلو ترنمونو لا خوندوره کړې وه.
لۀ ازادې مشاعرې وروسته محمد غوث نوري د ارزونې پۀ موخه دریځ ته وبلل شو؛ نوري پۀ ټوله کې ناسته ډېره پۀ زړۀ پورې وبلله او د هر شاعر پۀ شعر او ترنم یې ځانګړې خبرې وکړې او د هر تن نیمګړتیاوې یې ور پۀ ګوته کړې، تر څو پۀ راتلونکي کې د یادو ستونزو د تکرار مخه نیول شوې وي او د دریځ لۀ اصولو سره بلد او شعر یې لۀ ستونزو خالي وي، نوري د ځینو هغو بیتونو پۀ اړه هم وغږېد چې پکې مقدساتو ته سپکاوی شوی وي باید لۀ ویلو یې ډډه وشي تر څو یې پۀ لوستلو ویونکی د ګناه مرتکب ونۀ ګرځي. نوري پۀ خپلو خبرو کې د ځینو تنکیو شاعرانو د شعر ستاینه وکړه او پۀ وینا یې که دې برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي نو پۀ راتلونکي کې د پیاوړو او ښو شاعرانو تمه ترې کېدای شي.
یاده ادبي ناسته غرمه مهال د وسیع الله ګوهرخېل پۀ دعایه پای ته ورسېده.