راپور : راز خوږیاڼی

نېټه: ۱۳۹۸ د وږي ۲۹ مه

سپین‌غر ادبي بهیر یارانو خپله ۲۷مه ادبي ناسته وکړه، یاده ناسته چې پۀ خوږیاڼیو کې د سپین‌غر ادبي بهیر غونډو پۀ تالار کې تر سره شوه، دریځ چارې یې قنداغا سهار سمبالولې، جمشېد تکل د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو پۀ تلاوت سره پیل کړه. د تېرې  ناستې راپور راز خوږیاڼي ولوست.

د پیلیزې وینا لپاره جانان خدرخېل دریځ ته وبلل شو، هغۀ پۀ خپلو خبرو کې وویل، موږ لۀ یوې داسې سیمې د ادب او فرهنګ غږ پورته کړی، چې هره شېبه ترې د ویر، جنګ او بمبار کیسې اورېدل کېږي، خو موږ ادب وال او شاعران بۀ یې د شعر او خوږو ازانګو لۀ لارې د مینې او ښکلا پۀ بڼ بدلوو، جانان زیاته کړه، د بهیر ملګري باید پۀ خپلو شعرونو کې د سولې او مینې غږ پورته کړي او لۀ دې لارې دې پۀ سیمه کې امن ته کار وکړي.

د کره کتنې برخه کې له ژمنې سره سم مشر شاعر رحیم الله ارماني خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړ، چې ګڼو ملګرو پرې خپل سالم او رغنیز نظرونه ورکړل او ارماني صاحب یې پۀ غزل کې ځینو نیمګړتیاوو ته متوجه کړ، د غزل ښېګڼې او ښکلاوې یې وستایلې، پۀ پای کې ارماني صاحب دریځ ته وبلل شو هغۀ لۀ ټولو ګډونوالو مننه وکړه چې ددۀ پر غزل یې خپل نظرونه وړاندې کړل، ځینې نیمګړتیاوې یې وروښودلې، چې پۀ راتلونکې کې بۀ حتماً پاملرنه ورته کوي. 

لۀ کره کتنې وروسته ازاده مشاعره وشوه چې خوشال دراني، پرېز نوري، عرفان حیدري، برکت اسیر، روح الله صمیم، رحیم الله ارماني، محمد غوث نوري، ربیع الله خادم، نجیب الله افسوس، جان ولي ثاقب، علي حیدر توحیدیار، جاوېد افغان، احسان الله شمس، ادریس فقیر، پروېز اکبري، احمد نظري، جمشېد تکل، محمود ځلاند، جانان خدرخېل، رحمان الله نوراني، محمد همدرد، بشیراحمد حقیار او حضرت الله پرهر پکې خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه د ناستې ګډونوالو ته واورول، چې د ګډونوالو لۀ خوا یې پۀ تودو چکچکو هرکلی وشو، یاده دې وي مشاعره ځینو ګډونوالو پۀ خپلو خوږو او شرنګیدلو ترنمونو لا خوندوره او پۀ زړۀ پورې کړې وه.

د یادونې وړ ده راتلونکې اوونۍ ته محمد عارف خوږياڼي ژمنه وکړه، چې خپل غزل بۀ کره کتنې ته وړاندې کړي.

یاده ادبي ناسته غرمه مهال د استاد رحیم الله ارماني پۀ دعایه پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *