راپور: راز خوږیاڼی

نېټه: ۱۳۹۸ د لړم ۲۴مه

سپین‌غر ادبي بهیر یارانو خپله درې دېرشمه اوونیزه ادبي ناسته وکړه، یاده ناسته چې پۀ خوږیاڼیو کې د سپین‌غر ادبي بهیر د غونډو پۀ تالار کې تر سره شوه، دریځ چارې یې محمد غوث نوري سمبالولې او د قاري نهایت الله مخلص لۀ‌خوا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو پۀ تلاوت سره پیل شوه.

د غونډې مشر محمد صدیق خوږیاڼی و او د مېلمه پر څوکۍ ورسره رسول خان جانخېل ملتیا کوله.

د تېرې ادبي ناستې راپور راز خوږیاڼي ولوست چې ټولو ګډونوالو خوښ کړ. 

وروسته ازاده مشاعره وشوه چې استاد شمشېر، احسان الله شمس، رحیم الله ارماني، سردارولي ګلابزوی، سنګر جانان‌خېل، موسی دلسوز، راز خوږیاڼي، رحیم الله یاسیني، محمود ځلاند، محمد عارف خوږیاڼي، محمد اصف صالح، جانان خدرخېل، حفیظ الله رحیمي، وسیع الله ګوهرخېل، محمد رازق ځلاند، جان ولي ثاقب، مسکین‌یار دانش، رحیم الدین رحیمي، نهایت الله مخلص، محمد همدرد او ادریس فقیر پکې خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه واورول، چې د ګډونوالو لۀ‌خوا یې د تودو چکچکو پۀ بدرګه تود هرکلی وشو، یاده دې وي چې مشاعره ځینو خوږ ژبو ترنم کوونکو پۀ خپلو خوږو او شرنګېدلو ترنمونو لا خوندوره او پۀ زړۀ پورې کړې وه.

لۀ مشاعرې وروسته جانان خدرخېل د ارزونې پۀ موخه دریځ ته وبلل شو، هغۀ پۀ ټوله کې غونډه ښه او پۀ زړۀ پورې وبلله او د بهیر دا ناسته یې لۀ نورو ناستو پۀ توپیر ډېره منظمه او ښکلې یاده کړه، جانان لۀ ټولو ملګرو غوښتنه وکړه چې باید کره کتنه کې برخه واخلي او خپل نظر دې شریک کړي، هغۀ د هر ګډونوال پۀ اړه ځانګړې خبرې وکړې او د هر تن ښېګڼې او نیمګړتیاوې یې ور وښودې، لۀ ځینو زلمکیو شاعرانو یې غوښتنه وکړه چې باید د شعر پۀ اورولو کې خپل ځانګړی انداز ولري او د نورو مشهورو  څېرو لۀ تقلیده دې ډډه وکړي. راتلونکې ادبي ناستې ته حفیظ الله رحیمي ژمنه وکړه چې خپل غزل بۀ کره کتنې ته وړاندې کوي. یاده ادبي ناسته غرمه مهال د استاد محمد رازق ځلاند پۀ دعا پایه ته ورسیده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *