تاند، یکشنبه، د میزان ۱۴مه: د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، د طالبانو له منګولو څخه یې د خواجه عمري ولسوالۍ ۴۳ برمته شوي وګړي، د جرګې له لیاری راخوشې کړي دي.
د غزني د والي دفتر تاند ته په یوه را استولې خبرپاڼه کې ویلي، دا ۴۳ کسان دوه ورځې وړاندې له خواجه عمري ولسوالۍ څخه طالبانو برمته بیولي وو، خو تېر ماښام یې د قومي مشرانو په منځګړتوب بېرته راخوشې کړي دي.
د خواجه عمري ولسوال احمد ضیا یعقوبي وايي، طالبانو دا کسان په دې بهانه بیولي وو چې ولې یې د ټاکنو په ورځ د خواجه عمري ولسوالۍ په کلیو کې د دوی د وسله والو فعالیتونو مخنیوی کړی دی؟
خواجه عمري ولسوالي د روان کال د جوزا په ۱۷مه د طالبانو له یو کلنې ولکې څخه وایستل شوه او افغان ځواکونه بېرته پرې حاکم شول.