طیب بریال

په هیواد کې د وروستیو سیاسي او احتجاجي غونډو له امله ولس هیڅ نه دی ویریدلی ورځ تربلې ولس پر ځان باوري او ډاډمن کیږي، په ننګرهار او مزار کې د حکومت خلاف کوچنی غونډې روانې وې دا غونډې ولې کوچنی او د غټو نومونو کسان پکې راغونډ و د غونډو کوچنیتوب د ولس پر ویښتیا او د وکیلانو او سیاسي غیرې منطقي منتقیدینو څخه د ولس پر لریوالي دلالت کوي .

که ټولنیزې رسنۍ چاه تعقیب کړي وي فکر به مو وي چې اکثریت قلموالو روانو غونډو ته د تمسخر په سترګه کتل او ریشخند کول یې هیچاه له دوی څخه د ویرې، ډار او اندیښنې لیکنه ونکړه .

که هر څومره یادې غونډې  د رسنیو له لارې خپرې شوې عادي وګڼل شول، هلته په مزار کې خلک په زوره غونډې ته بیول شوي و ننګرهاري ولس د ننګرهار غونډه عادي وبلله او دوی ته یې په فیسبوک کې سیاسي سوداګر او د معامله ګرو خطاب کوه ولس دا څو کاله له غټو نومونو په وهم کې و نن ولس له هغو څیرو پرده پورته کوي چې مجازي یې دا ولس تر خپل انخصار لاندې راوستی و ولس حقیقت ته نږدې کیږي.

که فکر مو کړی وي د دواړو غونډو انتقادونه بې ځایه و یو تن وکیل وویل ولسمشر وعده کړي وه چې د ولس دسترخوان به ډکوو خو زموږ دسترخوانونه سپېره شول مانا دا چې ولسمشر رښتیا د ولس د دسترخوان لپاره اخته دی ځکه یې د درباري حجرو او شخصي دفترونو دسترخوانونه ورسپیره کړل .

ولسونه وایي که دا غونډې د حکومت او زیربینایي پروژو لپاره شوي وای او په ولسمشر باندې غږ شوی وی موږ به یې ملاتړ کړی وای، خو ولس شاخوا پنځلس کاله همدا تکراري څیرې وزغملې ددې څیرو تر شاه یې د خپل کڼ کپر ژوند عادي سکون پیدا نکړ اوس ولس مجبور دی دوی ته نه وایي او په تش میدان یې پریږدي .

د ولسمشر پر ځان ډاډه توب ددې زیری ورکوي چې  نور به دا ډله خلک یو یو له صحنې ووځي ، که ولسونه مدني بنسټونه، ځوانان، شخصي ګټې شاته پریږدي او د ولسمشر ملاتړ وکړي په ډاډ سره ویل کیدای شي چې یوه ورځ به داسې هم راځي چې ددې خلکو محاکمه به روانه وي .

دا وطن ډیرې شتمنی لري دا خاوره پرځان بسیا خاوره ده دا دومره لوی افغانستان باید محدود شمېر غټ نومونه او  سیاسي سوداګر لاس په لاس ونه  وګرځوي؟

ځوانانو ته زیری دی  چې تاسې بریالي کیږی همدا لاره تعقیب کړی .

لږ خواری ته اړتیا ده بیا به د ځلانده افغانستان څیره وګوری بیا به د سولې سهار وګوری بیا به د وړتیا له مخې په کار ګومارل کیږی بیا اړتیا نشته چې خپله وړتیا او زده کړه مو د یو بې سواده وکیل په مخ کې واچوی چې کار راته وګوره اودې د سترخوان غم مو خوره .

دا ورځ راتلونکي ده خو لږ خواری او همت ته اړتیا ده هغه دسترخوان چې په خپلو مټو ډک شي او هغه دسترخوان چې بل ته په لاس نیوي او د دولت په شتمنی ډک شي لوی فرق لري .

موږ خپل دسترخوان په خپلو مټو غني کولای شو خو هغه وخت چې د دسترخوان په تیاره  ارمانجن رد کړو هغه وخت چې سهار ځوی په ټنډه ښکل کړو میرمنې ته خدای په امانی ووایو  او د یو لوی کان د رایستو لپاره خپلې دندې ته ځو دا سهار بیا په نړۍ کې ساری نلري دا سهار بیا د نړۍ په کومه خوا کې نشي پیدا کیدای!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *