د لسو کلنو غنمرنګه،ډنګر هلک د زړی کرتی له جيبه د سپيلنو څو دانی راوايستلی او په هغه ډبی کی چی په لاس کی یې نيولۍ ؤ او نری، نری لوګی ترينه پورته کيدو واچولی ، د سپيلنو بوۍ او لوګی لا پسی ډير شو.
حاجی چی نوی یې خپله د کلچو خرڅولو هټۍ پرانستۍ وه، او له وړی کوزه ګۍ یې د هټۍ مخی ته اوبو پرګنلی
په هلک یې ورغږ کړ : څنګه پهلوانه راورسپدی؟
هلک ورو سلام وکړ او وی ويل هو حاجی کاکا، بيا یې د سپيلنو ډبی د حاجی د دوکان مخی ته تاوراتاو کړو
حاجی ورته وويل ځوانه دا د هټۍ مينځ ته خو هم يو لوګۍ درسره وکړه. هلک د سپيلنو څو نوری دانې په ډبی
کی واچولی او د هټی په مينځ کی یې ها خوا دی خوا وګرځاوه ، په ځغلنده نظر ئۍ په ښيښو کی بندو کلچو ته
وکتل ، لاړې یې تيری کړی او له دوکان نه ووت.
حاجی جيب ته لاس کړو او څو ماتی روپۍ یې د هلک په لاس کی ورکړی.
د حاجی د ګاونډ د تازه ميوو پلورونکی هم د ميوو نه ډک صندوقونه د دوکان مخی ته ايښوستل، هلک په منډه ورغی او د سلپيلنو ډبی یې د ميوو مخی ته وګرځاوه بيا لږڅه انتظار شو خو هټۍ لرونکی ځان ناګاره واچوه ،هلک
بيرته راستون شو.
د موټر دبرک غږ شو هلک مخ واړاوه، د موټر دروازه خلاصه شوه جګ سړی له موټره راښکته شو او مخامخ د حاجی د هټی خوا ته راروان شو په لوړ آواز یې وويل: سلامونه حاجی ګله هغه مربا لرونکی کيک دی شته که نه؟
حاجی مخکۍ ورغۍ له سړۍ سره یې روغ،بړ وکړو او وی ويل: هو قربان شته او ښه تازه می راوړی. سړی وويل
ښه بيا نو يو ،دوه کيلو راتول کړه ، نن می زوی د مربا کيک شوق کړی وائۍ ښوونځی ته ئۍ وړم نو ما ويل څه به هغه
له ځانه سره يوسۍ اوڅه په نورو وخورم.
هلک د موټر خوا ته وکتل په موټر کی د لسو کالو يو هلک چی توره دريشی یې په ځان کی وه ناست ؤ او د دوۍ لوری ته یې ځير، ځير کتل. سړی د کيکو وړوکی قطی واخيست او په موټر کی کيناست او موټر روان شو.
د حاجی ګاونډی چی له اوله یې هر څه څارل په معنی داره موسکا یې وويل: حاجۍ صاحب دا دی په ياد دی له کوم ځای نه کوم ځای ته ورسيد؟
حاجی سوړ اسويلی وکيښ او زياته یې کړه هو باداره هر څه می په ياد دي مونږ به څه ووايو ؟ نه دی دي اوريدلی
چی وایې : خداۍ یې چی درکوی نو نه وایې د چا زوی یې؟
غرمه رانږدی شوی وه،هلک لا هم په واټونو کی لالهانده ګرځيدو په تللو، تللو کی ئۍ د زړی کرتې د جيب د ننه
پيسې شمارلۍ چی لا د يوی ډوډی د اخستلو هم نه وۍ.
په سړک د موټرونو قطار جوړ شو چی د يو بل تر شا ودريدل هلک خوشحاله شو چی ښائۍ بيا سړک بند شوی
وی او اوس خو هغه کولی شی چی ولاړو موټرونو ته سپپلنې لوګی کړی، په منډه د هغه موټر څنګ ته چی کړکې
یې خلاصه وه ورغی او د سپيلنو ډبی یې د موټر کړکۍ ته تاوراتاو کړو موټر چلونکی مخ ورواړوه ليری شه هلکه
هسی مو په لوګيو ټوخی مه راپاروه ، خو په شاته سيټ کی ناستی ښځی چی د دوه يا دری کلونو ماشوم ئۍ په
غيږه کی ويده ؤ وويل خير دۍ پريږده هلک مو نوۍ ختنه کړی سپيلنې ورته ښه دي. هلک د سپيلنو ډبی موټر ته دننه کړو او موټر یې ښه په لوګو ډک کړ. موټرونه په خوځيدو شول ،موټر چلونکۍ هلک ته وويل ځه نو هلکه ليری شه چۍ خوږ نه شی . ښځی له څنګ سره بکس کی لاس دننه کړ او وی ويل لږتم شه زمونږ د زوی د سر خيرات به ورکړم
سړی په قار ورته وويل اوس څه دی سر په بکس کی دننه کړی خو يو څو ماتی ورکړه چی ورک شۍ ، ښځی بيا وويل هو ته صبر . وړې نه لرم د لسو يو لوټ به ورکړم او بيا ئۍ په بيړه لوټ له بکسه راوايست او د هلکی په لاس
کی یې کيـښوو . موټرونه يو په بل پسی روان شول او د سترګو په رپ کی له نظره ليری شول
هلک د پيسو لوټ ته وکتل زړه یې ودرزيد په خپلو سترګو ئۍ باور نه کيدو بيا یې ښه په ځير سره د پيسو لوټ ته
وکتل ، ښځی له وارخطایې نه د زرو روپيو لوټ ورکړۍ ؤ هلک په منډه لوټ په جيب کی کيښوو او جيب یې په لاس
ټينګ ونيوو په ټول وجود کۍ یې يوه ناتمامه خوشحالی احساسوله . نه پوهيده چی دا ټول څنګه وشول؟
د حاجی خبره ورياده شوه چی: خدای یې درکوی نو نه وایې د چا زوی یې؟ .