اداره د هر چاپیریال تر اغېزې لاندې وي. د داخلي چاپیریالي ننګونو سربیره د بهرني ستونزو سره هر مهال مخامخ وي. هره اداره د بهرني چاپيرل فرصتونو ته په لویه کچه اړتیا لري او پرته د باندني همکارۍ څخه هیڅ ډول اداره پرمختګ نشي کولای. اداره تل د باندني چاپیریال له غبرګونه ډوپه کیدو او بریالیتوب ته رسیږي. د ادارې بهرني چاپيریال سره په متقابلو اړیکو کې بې پامي د ادارې په انزوا کې ستر رول لوبوي. که غواړئ چې اداره مو پایښت او پرمختګ وکړي او نیک شهرت ولري، نو د ادارې بهرني چاپيریال ته ځانګړی پام یوه لویه اړتیا ده.
د ادارې پياوړی انځور بهرني چاپيریال ته څنګه وښایو او په عامو وګړو کې د ادارې حیثیت څنګه ښه کړای شو؟ نو هر ځله چې اداري پلانونه جوړیږي، اړینه ده، چې د ټولنې هیلې، اړتیاوې او غوښتنې له پامه ونه غورځول شي. هر اداري بنسټ(تجارتي، ناتجارتي، دولتي، نادولتي، مذهبي، خیریه، او پوهنتون) په بېلا بېلو طریقو سره په حتمي توګه د ادارې د بهرني چاپيریال عوامل او جبر ته غاړه کیښودل په کار دي. هرې اداري لپاره اړینه ده، چې د بهرني چاپيریال هغه عوامل چې فعالیتونه یې اغېزمنوي؛ وپېژني، وڅېړي او په اړه یې وړ غبرګون وښايي.
د عامه اړیکو پروګرامونو په ذریعه د عامو وګړو په نظریو پوهیدای شئ، ترڅو کوم او څه ډول فعالیتونه پرمخ یوړل شي. عامه اړیکې بهرني چاپیریال او ټولنه اغیزمنوي. عامه اړیکې د یوې ادارې د ښو او بدو ترمنځ د توپير کولو پوه ده، چې اصلي هدف یې پر اداره د عامو خلکو باور ساتل او سپېڅلتوب ته وده ورکول دي. هره اداره کولای شي، چې د ولس په منځ کې یو نیک شهرت پيداکړي. نیک شهرت د ادارې لپاره لویه شتمني ده. ولس ته په ښه سلوک او چلند سره د غوره معلوماتو او خدماتو وړاندې کول د هر ادارې د پايښت او چالښت لپاره ډیر اړین دي. که ښه خدمتونه وړاندې شي؛ هاله کیدای شي، چې اداره ولسي باور او عزت وګاټي. د ادارې د غوره نوم په موخه د عامه اړیکو پروګرامونه د ادارې وجداني مسولیت وي.
په اداره باندې د عامو وګړو باور پيداکول د نیک نوم سرچینه ده او همدارنګه د ادارې د سپېڅلتوب او درنښت سبب ګرځي. نن سبا ډیرۍ ادارې ډیر لګښتونه کوي، ترڅو د ادارې لپاره د عام ولس په منځ کې نیک شهرت راوړي. ان ځيني خو يي ځانګړي څانګې ورته تشکیلوي، چې د عامه اړیکو په تړاو فعالیتونه ترسره کړي او د سپېڅلتوب دریځ تقویه کړي.
سپېڅلتوب د ادارې په غوره انځور جوړونه کې ستر رول لري. اداري انځور یوه سرچینه ده، چې د ولس په ټولو هغو معلوماتو او پېغامونو درک ډیروي؛ چې د ادارې له خوا د عامه مفاهمو له لارې خپریږي. انځور د ادارې آینه ده، چې خلکو ته خپل حاصلات او سپېڅلتوب ښايي. دا انځور د انعکاس په ځواب کې د ولس نظر ادارې ته څرګندوي. د اداري انځور په جوړولو کې ډیر دقت په کار دی. دغه اداري انځور د لارښود په توګه د ولس او ادارې ترمنځ د سپېڅلتوب او باور حالت حمایه کوي. غوره انځور یوازې د ادارې په اړه څرګندونې نه دي، بلکې هغه رښتني کړنې دي؛ چې ولس ته یې حاصلات وړاندې کیږي. که ګټورې کړنې ترسره شي، چې ولس ته د قناعت وړ وي؛ په خپله د ادارې سپېڅلتوب او بریالیتوب ښايي.
د هیواد په دولتي او نادولتي ادارو کې د تر هرڅه د مخه د ولس باور ډیریدل اړین دی. د دولت د ښه پايښت او اغیزمنتوب لپاره ولسي باور او ملاتړ لومړنی شرط دی. ولسي باور او نیک شهرت د ادارې په سپېڅلتوب او وړ خدمتونو په وړاندې کولو سره ترلاسه کیدای شي. په تاسف نن ورځ د افغان ملت له دولتي ادارو څخه په ځينو حالاتو کې ناراضه دی. دولت سره یې واټن رامنځ ته کړی. که د یوې سروې په توګه له عامو خلکو (په ځانګړي توګه د کلیو او بانډو اوسیدونکو) وپوښتل شي، چې د دولت او حکومت د نوم په یادولو سره څه شی ذهن ته درځي؟ ډیری عام ځوانان به د دولت نوم د خطر، فریب، فساد، د پرديو شتون او د نامناسب چلند په توګه تعبیر کړي. دغو او نورو ټولو ستونزو حل د اداري په سپېڅلي خدمت او شتون کې لټولای شو.
پای
۱۳۹۴ چینګاښ ۲۴