افغانستان،چې څو څوځله يې نوم په نړۍ کې دترهګرو، غلو، فساد، نشو، افيمو، قاچاقو او بدبختو خلکو او هېوادونو په لست کې په لومړۍ دويمه، درېيمه او څلورمه درجه حتما راغلی دی. په ۲۰۰۵ کې افغانستان د نړۍ په کچه په ۱۵۸ هېوادونو کې د فساد په معامله کې په ۴۱ نمبر و، په ۲۰۰۷ کې په ۱۷۹ هېوادونو کې په ۷ نمبرکې، په ۲۰۰۸ کې په ۱۸۰ هېوادونو کې په ۴ نمبر، په ۲۰۰۹ کې په ۱۸۰ هيودونو کې په ۱ نمبر، په ۲۰۱۰ کې په ۱۷۸ هيودونو کې په ۲ نمبر، همداسې په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کې له سوماليې او مين مر وروسته افغانستان په درېيم نمبر و،چې وروسته پسې د عراق، ازبکستان، ترکمنستان، سوډان او د چاد نوبت راځي. کېدای شي يو څو ورځې وروسته افغانستان بيا لومړی مقام تر لاسه کړي.
دا هر څه په داسې حال کې روان دي، چې تر ټولو موږ سپېڅلی هم يو، حاجيان هم يو، لمونځ اودس هم کوو، روژې هم نېسو، شپه ورځ په ټلويزيون، راډيو، په ناسته، ولاړه، په خبرو او سندرو کې مو تسبيح هم په لاس وي، ځان ته غيرتي هم وايو، لورانې هم د غيرت له امله ښوونځيو او پوهنتونونو ته نه پرېږدو،خو بل لورې ته يې د شريعت تر چتر لاندې خرڅوو هم. د غيرت، پټې او پولې په نوم وژنې هم کوو، جهاد هم کوو، خو بيا هم موږ غلامان يو، فساديان يو،د کوکناروپه کرلو کې هم موږ په نړۍ کې تر ټولو لوړ ريکارډ جوړ کړی دی،چې ان شاءالله په راتلونکي بشري تاريخ کې به يې هيڅوک مات نه کړي،ځکه چې چينايانو همدا ريکارډ د برتانوي زبېښاک او ښکېلاک په مرسته جوړ کړی و، چې په ۱۸۴۸ کې پاوليټ د برتانويې د باندنيو چارو وزير په نمايندګي په دې خاطر دا ريکارډ رامنځته شوی و، چې برتانوي ښکېلاک وکولای شي، د خپلومصارفو په برابرولو د چين وګړي دې ته وهڅوي، چې کوکنار وکري او بيا يې له برتانوي واکمنو څخه واخلي او ويې خوري او په دې سره برتانيا خپلو پوځيانوته د مصارفو په برابرولو کې بريالۍ شي. همدا ډرامه نن هم په کندهار، فراه، هلمند، بدخشان او دايکندي کې روانه ده.
دغرب يوه پياوړې ورځپاڼه نيورک ټايمز په خپله September 4, 2010 يو ليک Inside Corruptistan, a Loss of Faith in Leaders کې افغانستان ته د کراپټيستان خطاب ورکوي، چې دا ورځپاڼه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې چاپېږي او خپرېږي، خو زموږ په ناموس او وطنوالي باندې به څه اغېزه وشي؟ په دې ليک کې نور هم څه ليکل کېږي، لکه «اې خلکو موږ بايد دافغانستان ټولو مشرانو ته د غلو او فساديانو په سترګه ونه ګورو،ځکه چې د وزارتونو د دنګو دنګو ديوالونو تر شا په غټوغټو ماڼيو کې د فقير يار په څېر شريف النفس خلک هم پيدا کېږي، چې په لومړي ځل يې قانون د غريبانو لپاره وګاڼه او دا جرات يې هم وکړ، چې بايد د جمهوررئس نژدې ملګری، چې په فساد کې پټ لاسونه لري، بربنډ شي.
خو تاسو پوهېږئ، چې د ولسشمر کرزي په دولت کې داسې کار کول، ښه نه بلکې بد ګڼل کېږي. همدا علت و، چې فقير يار صيب له خپلې سپېڅلې دندې په دې خاطر لرې کړای شو، چې نوموړي په لومړي ځل ريښتيا ويلی وو.» وروسته دا ورځپاڼه زياتوي« د کرزي حکومت له داسې کارونو څخه غرب هم په تکليف کې دی، ځکه دوی نور افغانستان ته د بريد په بديل کې نورې مرستې نشي ورکولای، د فقيريار له لرې کېدو وروسته د امريکا استخباراتو هم يو رښتينی جرات وکړ، چې کرزي صيب ته يې دده د ډېرو نژدې ملګرو د درغليو په اړه پټ ثبوتونه ورکړل، چې دا ثبوتونه د فقير يار له ثبوتونو او استدلالونو هم پياوړي وو، خو کرزی تل وعدې کوي، البته پورا کوی يې نه!»[۱۱]دا ورځپاڼه په خپله دويمه ګڼه کې زياتوي:«يو څو مياشتې وروسته د کندهار د خلکو قبايلي مشرحاجي محمود غوښتل په کابل کې يو څو دوکانونه جوړ کړي، نوموړي همداسې وکړه، خو يو څو ورځې وروسته دولتي خلک راغلل پر ځاي يې دعوه وکړه او د بلډوزر په واسطه يې دا ځای له خاورو سره خاورې کړ. حاجی محمود د شکايت او اصلاح په خاطر کرزي ته ورغی او ټوله کيسه يې ورته وکړه، خو تر څنګ يې ورته وويل، چې خلک طالبان نه خوښوي،ځکه له دوی سره هيڅ ډول لورليد او برنامه نشته؛خو قسم درته خورم که له دوی سره کوم ډول لور ليد وای، نو خلک به ټول دوی ته ورتلل!»
موږ پوهېږو، چې افغانستان نه د کرزي دحکومت تر کنټرول لاندې دی، نه د ناټو او طالبا��و؛ خو د MAN (Malign Actor Networks.) ،چې د کرزي ورور يې هم غړی و، تر کنټرول لاندې دی.د يادونې وړ خبره ده، چې دا هغه بنسټيزه ډله ده، چې نړيواله مافيا ګڼل کېږي او په نړيوال تورکاروبار کې لاس لري.[۱۲۳]
د بورژوا طبقې نمائنده ورځپاڼه (The Economics) زياتوي :«بهرنيان چې د جنګ په ډګرکې دي، ډېر خواشيني او مايوسه شوي دي. د ناټو په اړه دا اند،چې دوی په جنګ بری موندلی دی، تېروتنه ګڼل کېږي. د موسساتو چلوونکي هم په دې خوشاله وو، چې دوی به د افغانستان لپاره څه وکړي، خو دوی له ځان پرته بل چاته څه ونه شوای کولی . داسې اونۍ نشته، چې په هغه کې د دولت کارکوونکي يا عادي وګړي د طالبانو لخوا ترورنه وي او بيا په بازار کې د نوموړي د وژلو ويډيو هر چاته ډېر په وياړ ښودل کېږي. بايد دا هم په ډاګه وويل شي، چې د کرزي په مشرۍ رامنځته شوی حکومت د ورځې په تېرېدو د اروايي مشکل سره په مخامخ کېدو دی. که هر څومره امريکا اراده لري، چې د افغانستان ملي اردو او پوليس پياوړي کړي، خو له دې ظلم او مفسدو اداروڅخه سترګې نه شي پټېدلی.
البته دا خبره چې په هر څه کې افغانان لاس لري او افغانستان ته راغلې مرستې د افغانانو لخوا چور شوې، يوه لويه او احمقانه تېروتنه ده. له دېرشم سپټمبر ۲۰۱۱ زېږديز کال وروسته له افغانستان سره څلورسوه اوه اتيااعشاريه شپږ(۴۸۷.۶)ميليارده امریکايي ډالره مرسته د نظامي، ادارې، ټولنيز، پر بهرنيو ځواکونو، داخلي بازار د يوسيډ او يوناما لخوا په مادي، فکرې، سياسي، ټولنيز، فرهنګي او تمدني بيارغونې باندې مصرف شول. خو د يادونې وړ خبره ده، چې په دې کې ۵۰ سلنه مرسته بهرنيو کمپنيو او شرکتونو افغانستان ته له را واردېدو مخکې په بهر کې د کمېشن په توګه ځان ته ايښې دي. دا چې دوی په افغانستان کې په خپل پروپوزل او پريزينټېشن کې د بيا رغونې کارونو کچه، معيار، نقشه، کيفيت او ظاهرې ساخت د امريکا له ودانيو او نظم څخه ډېر لوړ ښکاره کاوه، خو حقيقت دا دی، چې د افغانستان د خاورو څخه جوړ شوي کورونو په پرتله هم ډېر خراب، ټيټ او بېکاره څيزونه د آزاد بازار لخوا جوړ شول او جيبونه پرې ډک شول. چې د وخت په تېرېدو به معلوم شي.
البته موږ هم د دوی ګوډاګيتوب دمنلو او قبلولو او د هېواد په ورانولو کې هيڅ ډول فرصت له لاسه نه دی ورکړی، خو بيا هم ټوله نړۍ موږ ته ناولې ښکاري او ځانونه راته سپېڅلي ښکاري، ځکه چې موږ پر خپلوځانو دومره ډاډ من يو، چې ريښتيا رانه ورک دي او ځانونه راته پرښتې ښکاري. بيا هم د دې نظام په تل کې هغو ځواکونو ته اشاره کېدلی شی، چې په دا کې داسې څه کول، چې مونږ کوو، جایز ګڼلي کېږي. ځکه د ټولنيزې ويښتيا په رامنځته کېدلو سره، داسې کارونه د پخوانيو کلتورنو او تمدنونو او وحشي قبايلو کارونه ګڼل کېږي.
د يوې څېړني له مخې امريکا او انګليس په افغانستان او عراق کې له يرغل مخکې او وروسته ديارلس سوه ميليارده ډالره مصرف کړي دي، تر څو دلته نظامي حضور پر ځای کړي او د خپلې خوښې ادارې رامنځته کړای شي. خو په دې کار کې دا دواړه قوتونه نه دي بريالي شوي . د دې علت په خپله د دوی د استخباراتي، نظامي او سياسي ادارو لخوا کیدی شي. ښه بېلګه يې د(Rep. John Tierney Report) له مخې وړاندې کېدای شي. د نوموړي په نمايندګۍ کې چې کله د کانګريس مجلس د امنيتي او بهرنيو چارو په اړه روانه وه ، نو په دې کې د نوموړي په ګډون د هيلري کلنټن او دکانګريس د نورو غړو لاسليکونه شوي وو، چې له پنټاګون څخه په دې خاطر ۳۶۰ميليونه ډالر ترهګرو ته ورکړل شوي وو، چې دوی د امريکا سامان او اکمالات تر کابل پورې په سلامتي سره ورسوي، په ترهګرو کې زياتره پاکستاني ترهګر وو، چې له کراچۍ څخه واخله تر کابله پورې يې نفوذ درلود.
همداسې بهرني راپورونه زياتوي،چې د افغانستان دمرستې نيمه برخه غربي لويو کمپنيو ته له قرارداد کولو څخه مخکې ورکول کېږي. نو وروسته پاتې نيمې مرستې، لومړي قرارداد کوونکي ته، بيا له هغه وروسته دويم داخلي قرارداد کوونکي ته او بيا د ده خوښه ده، چې چاته يې ورکوي، طالبانو ته يې ورکوي، حزبِ اسلامي ته يې ورکوي ،يا که په زغرده وويل شي، پاکستاني استخباراتي مذهبي کړيو ته ورکول کېږي، دا ولې؟دا په دې خاطر چې دوی امنيت کنټرولولای شي او راغلي ښاغلي امريکايان او انګرېزان د دوی په څېر کار نه شي کولای، ځکه چې د دې کار د تر سره کولو لپاره ځان بې خوبه کول وي، قرباني ورکول وي، د افغان بچيانو سهولت او غم په نظر کې ساتل وي او تر ټولو اړينه خبره دا ده، چې په دې کار کې خپلې ګټې شاته غورځول وي او په ريښتيا کار کول وي. خو بهرنيان داسې ولې وکړي، آيا زموږ د درد لپاره راغلي دي؟
که دا وويل شي، چې آيا امريکا او انګلستان په خپلو هېوادونو کې د فساد په له منځه وړلو کې بريالي شوي دي، ځواب به يې منفي وي،ځکه چې امريکا لومړنی هېواد دی، چې تر ټولو زيات زندانونه او جرايم پکې کېږي، هلته نن هم له هرو ۱۴ ثانيو وروسته يو مړی کېږي، له هرو ۶ ثانيو وروسته موټر غلا کېږي، له هرو ۱۴ ثانيو وروسته يوه پېغله د جنسي تېري ښکار کېږي. هلته نن هم تورپوستي د جنسي جرمونو د درلودلو په نوم يادېږي. دا نن هم په بهر کې د افغانستان لپاره ترسره شويو مرستو نيمايي برخه بندېدل، څه نوي خبره نده، بلکی دا مرسته ورکونکي د دوی کمېشن يا حق ګڼي.
لوی جبر خو دا دی،چې نيمه برخه يې چې هېواد ته راشي، د هغه هم نيمايي برخه کورني غله په خپل منځ کې سره ووېشي او څه چې راغونډ کړي، هغه دوی ژر ژر د دوبۍ بانکونو ته واستوي، چې له امله يې داخلي سنډاګان هم د استحصال باعث ګرځي او داخلي امنیتي ستونزې راولاړېږي، د بېلګي په توګه د يو بل څخه د پروژو ګټلو کوم سودي عمل چې د بهرنيانو لخوا رامنځته شوی دی، د دې لامل ګرځي، چې پراساس يې د لويو نړيوالو کمپنيو تر څنګ داخلي وګړي هم د ديو بل د پروژې دمخنيوي په خاطر د يو بل پلانونه تخريبوي او شنډوي، چې ښه بېلګه يې د لوګر د مسو کان دی.
هلته مخکې هيڅ ډول طالبان يا چيچين ترهګر نه وو، خو څرنګه چې دا پروژه دامريکايي کمپنيو د خوښې برعکس د چينايانو لاسه ته ولوېدله،نو په دې کار سره دامريکايي کمپنيو مالکان خفه شول، نو بيا هلته له چيچن څخه چيچنايان، له پاکستان څخه پاکستانيان، له سعودي څخه بې کاره عرب ځوانان را وارد شول او اوس ورو ورو چينايانو ته اوبه خړوي، تر څو دوی له دې پروژې څخه لاس په سر کړي. په دې لويه ډرامه،جهاد او حلالولو باندې افغانان بېچاره ګان څه پوهېږي، چې څه روان دي او چا يې د افغان دولت په ګډون د پوهاوي لپاره هڅې هم نه دي کړې.
له هېواد څخه د باندې دپانګونې دلېږدولو مخنيوي په خاطر د افغانستان دمرکزي بانک مشر نورالله دلاوري يو قانون رامنځته کړ، چې هيڅوک به له هېواد څخه د ۲۰۰۰۰ ډالرو څخه زياتې پيسې نه شي ويستلی، خو دا قانون هلته تر پښولاندې شو، چې کله د بهرنيو مطبوعاتوله خولې داحمدشاه مسعود ورور او د کرزي پخواني معاون احمدضيامسعود د ۵۲ ميليونو ډالرو سره ګير شو، خو نوموړی پرته له سوال او ځواب څخه له هوايې ډګر څخه الوت ته پريښودل شو.
دا چې د غڼې په کور کې مچ راګير شي نو مړ شي، خو کله چې د غڼې په کور کې لويه ګونګټه را ودانګي،نو بيا دا کور کور يا زندان نه پاتې کېږي. دا يو ښه مثال دی، د نړيوالې ټولنې اود افغان د قانون لپاره. دلته د فساد، پانګونې او اقتصاد په برخه کې لوی لوی سنډاګان د خپلمنځي تضادونو ښکار کېږي، چې په پايله کې دوی وسلوالو ملګريو ته اړتيا لري، چې دا د پانګونې او پروژې د تخريب عامل ګرځي.
د فساد په برخه کې يو بل عمده علت د نظام دغلظت تر څنګ د امريکا په سويه د پروژو ډيزاين کېدل دي، خو د سوډان په سويه عملي کېږې يا بيخي نه عملي کېږي. بل دا چې چا فساد وکړ، کله يې وکړ، ولی يې وکړ، چېرته يې وکړ او چا پروژه واخيستله، چېرته يې واخيستله، په څومره يې واخيستله، څوک يې تر سره کوي، څه ډول يې تر سره کوي، چېرته يې تر سره کوي؟ د دې ټولو په اړه نه نړيواله ټولنه معلومات لري او نه افغان حکومت . خو کرزی به دا ضرور ووايي چې فساد کوي. هو حتما يې کوي!!!
خو ولې د فساد په واسطه لاس ته راوړل شويو پيسو بيرته د فساد په خاطر په هېواد کې پانګه اچونه وشي؟ بيا به يو څو ورځې وروسته دفساد د مشر له خولې بيانيه ورکړي، موږ فساد نشو ختمولی، ملت دې را پاڅي فساد ته دې دپای ټکی کېږدي. خو ولسمشر صيب ولس داسې نه راپورته کېږي، خو که چېرې ولس را راپورته شول، نو بيا نه محلونه پر ځای پاتې کېږي، نه څوکۍ پر ځای پاتې کېږي او نه ستاسو د شپې ورځې خوبونه . بيا يو ټوپ وي، چې له يوې مفسدې او ککړې ټولنې څخه بلې ټولنې ته بدلېږي، خو که هلته هم سالمه مشري، پلان، راتلونکې، د مخفي او څرګندو پياوړو ځواکونو رشد ځای ونه لري،نو ډېر ژر تر پښو لاندې شي او له دې څخه هم لا مترقي ټوپ لپاره چمتوالی نيسي، چې دا بيا د ټولنې د پخوانيو زده کړو پر اساس د ټولنې او څرګندو ځواکونو د لا تکامل او رشد لامل ګرځي.
دا لیکنه په لوی افغانستان اونيزه کې چاپ شوې ده.