نن د شنبې ورځ کليوال ملګري ټولنې د غزل ستوري ارواښاد استاد محمد صديق پسرلي د دويم تلين په مناسبت ځانګړې غوڼده وکړه، ما دا مقالې غونډې ته وړاندې کړه.

————————————

زموږ پر کاله تل د ويرونو او غمونو سلسلې دوامداره وي، زموږ د نصيب برخه تل خواره او د سر سړی مو د اجل ملکه رانه اخلي.

داسې يو څوک چې په پښتو ادب کې سپرلی راووست، له شعر سره يې ښکلا ملګرې کړه، نازکخيالي يې ورسره غاړه غړۍ او د عاطفې په مټ يې د خيالونو په ګلبڼ کې د غزل ايښودل شويو نيالګيو ته اوبه ورکړې.

د پښتو غزل که څه هم حمزه شينواري په خپلو وينو پاللی و، خو تا ورته بیا همدغه غزل په نازک تار د مينې او عاطفې مرغلرې وپېيلې، همدغه مرغلرې داسې وځلېدلې، چې په ليدلو يې د هر چا زړونه يووړل.

له کوکچې سره مينې دې کوکچه لومړنۍ مجموعه دې هم د چاپ په پسول ښکلې کړه.

   د بيدل د لارې ملګری شوې، کاظم خان شيدا شعرونو زمزمه دې هم پر شونډو جاري وه، خو چې کله دې په ماته شپېلۍ د مينې شونډې کېښودې، نو د نۍ په کوڅه کې يې هنر مندان سوز او خوږلني ته ګوته په غاښ پاتې شول.

د ماتې شپېلۍ سوزناکه نغمه لا ختمه نه وه، چې د لمر په کجاوه کې دې د پسته اور خيالي ناوې کېنوله او پرمخ دې ورته د څلوريزو خالونه کېښودل.

همدغه ښکلي ناوې د ښايست پړوني دې د يونان د نامتو شاعرې بيلټس د ترانو ګلونه او خاپونه کېښودل.

ستړی نه شوې، لا روان وې، وطن وير په مخه کړې، په انتقادي ژبه دې ورته شعرونه او نظمونه وليکل دوطن وير نوم دې ورکړ.

ته څومره لوړ انسان وې، تا خو ښکلا پېژندله، تا خو له عاطفې سره د مينې تار غځولی و، ته خو د خيالي ښاپېرۍ ملګری او مينه وال وې.

ته خو يواځې د سندرو پاچا نه وې، تا خو په سره غالۍ د مينې لنډې او ښکلې کيسې هم چمتو کړې، داسې هم و، دلته دې هم د خپل فکر په مراندو د لنډو کيسو په قالب کې د ژوند ارزښتونه خوندي کړل.

د زهرې منظومه دې څومره ښکلې او له سوزه ډکه سندره ده، د مطرب لاسونه رېږدي او سيتار هم ستا دمنظومې تر اغېز لاندې راغلی دی.

تا د لنډو کيسوالهام واخيست د کوچي ملا ناول ته دې هم ملا وتړله، تر لوستونکو دې ورساوه، د فکر او اند شمعې دې بلې کړې، د رزم او بزم کيسې دې وکړلې.

له انګور څخه دې د مينې باده جوړه او په ډېر احترام دې خپلې محبوبې ته ډالۍ کړه

ته څومره لوی وې، تا خو د تاريکي د روښانولو لپاره هم هڅې پيل کړې، هغه مهال چې زموږ په کاله خپل خلک د پرديو دسيسو قرباني و، تا ورته د سپېده په نوم مجله هم راوايسته او د غه تاريکيو د له منځه وړلو هوډ دې وکړل.

تا په سپېده داغ کې د خپل فکر د روزلو او ملګرو د پيدا کولو لپاره هم هڅې پيل کړې، ځکه خو دې د افغان کلتوري ټولنې بنسټ کېښود او له هغه وروسته د افغان ادبي بهير بنسټ ايښودونکي هم شوې.

ته دهمدغه بنسټ سرلاری وې، نن همدغه کاروان روان دی، په ولايتونو کې يې هم ځوانانو ته الهام ورکړل‎.

ته څومره د لوړې حوصلې څښتن وې، ستا حوصلې او ستا پنځونو ته سلامي يو.

استاده! په ګور دې رحمت او په لپه کړو لاسونو کې دې سپېڅلې روح ته د فردوس جنت غوښتونکی یم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *