( یو سړی او موټر سایکل) اثر چي هلمندي لیکوال او ژباړن ښاغلي اغا محمد قریشي پښتو کړی، تازه ماکس خپرندوی ټولني په غوره کیفت چاپ کړي دی.

د کتاب پښتو ژباړه روانه او معیاري ده چي پکي د ژباړن د لیکوالي او د ژباړي فن څرګند دی.

چاپ سوي کتاب چي شاوخوا دوه سوه مخه لري، ورکي د ولسمشر کرزي د ۲۰۰۱ میلادي کال د مقاومت کیسه راغلې، د کتاب لیکواله ( بیټي ډام ) د پخواني ولسمشر کرزي پر شخصیت، سیاسي ډیپلوماټیک کریکتر او نورو اړخونو ږغیدلې. کتاب کي د حامد کرزي د حکومت پر څرنګوالي هم تبصرې سوي او د هغه نیمګړتیاوو ته اشاره سوې.

د مطالعې خاوندانو په اند دا اثر چي نن یوه څېړنه ده، نیمه پیړۍ وروسته به د تاریخ پاڼو ته د اړینو معلوماتو په توګه ور ګډیږي. د ( یو سړی او موټر سایکل) اثر یو مهم اړخ دا دی چي لیکوالي د ۲۰۰۱ ز کال د مقاومت پر مهال د کرزي له ملګرو سره نیغ په نیغه مرکړې کړي او دهغوي نظریات یې را غونډ کړي دی.

اغا محمد قریشي تر دې وړاندي هم یو شمېر اثارو پښتو کړي چي پراخ هر کلی یې سوی، (یو شاعتر او بن لادن)، ( د زوی د میني په پار) او ( چي تلپاتي نه وي مینه نده) نومي اثرونه یې د بیلګي په ډول وړاندي کولای سو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *