ملګري کله کله پوښتنه کوي چې په تاند کې لیکل ولې نه کوم؟ نو ورته وایم. نو څه ولیکم. هرڅه خو معلوم دي. پټ څه پاتې دي او ناویلي څه دي؟
لیکل خو هله خوند کوي چې خلک لیکل مني. د الله لیک څوک نه مني. نو د مطیع الله لیکل څه معنا؟ یو دور کې چې سرونه د تنو نه پریوتي په سینو پراته وي، د سر او شملو خبره به چا ته کوې. باز عابد ډیر کتابونه او وهیل چیرونه خلکو ته ورسوي. خو بیا یو ډز شي او کتابونه پاڼې پاڼې شي او وینې وینې د نارنج ګل پاڼې شي.
لیکل خو یو پیغام غواړي. مخاطب خو یو کلام غواړي. دلته پیغام په فیتو کې بند دی او مخاطب خپلو وسوسو کې. داخطار وخت کې اخبار څوک لولي. د دړکو په دور کې مجلې څوک اخلي؟ هلته چې د زړه د آواز نه زیات زور اوازو کې وي. هلته چې د حجرو نه زیات مخلوق په جنازو کې وي. نو کڼو ته څه بیان،هدیرو ته څه وینا؟ چې پریوتي ناست په بام وي او سرونه ورته په سلام وي نو هلت به څه مضمون او څه کلام وي؟
کتابونو نه چې د کبابونو په دوکان بیرو بار زیات وي. د مازغو نه زیات چې خیټې د خوړو غم لیوني کړي وي. هلته کتاب چاپول، مقالې لیکل او ورځپانې خپرول دې نه پرته ګټه نه لري چې کتاب تحفو کې لاړ شي. مقالې په لفافو کې اورځپاڼې پکوړو کې.
د واي فايي زمانه ده. انټرنیټ د ټویټر او فیسبوک زمانه ده.هر څه لنډ او مختصر چلیږي. د لیکنې دریم لاین ته ېې خلق تنګیږي. خلک د تحریر نه زیات د تصویر شوقیان شویدي. سل ورځو په زحمت لیکل شوې څیړنه دلوستونکي په ارمان زړه شي او لس ثانیو کې اخیستل شوی عکس ته ټوله ورځ خلک ناست وي. شاعر نه سندر غاړي مشهور وي ،د متفکر نه متکبر زور وي.
هغه زمانه کې د لیکلو غوښتنه کیږي ، د شعر پوښتنه کیږي . کوم دور کې چې ملي سرود شاعر د ملي شورا نه د یو سلو شلو رایو حق هم په نیم زړه اخلي. ملي سرود ته ېې دریدی نشي او شاعر ته ېې راېې ورکوی نشي. نو چاته ېې لیکي او څه لیکي؟
کتابخانې خالي او بالا خانې ابادېږي. سل تعلیمي سندونه د یو چیک قربانیږي . ایجوکشن نه زیات کنکشن مهم دی. شل کاله په مکتبونو کې خواري کوه او بیا بیسوادانو ته زاري کوه. یو ځای کې چې شپاړلسم پاس قاچافبرو سره مرګ ته ځي او شپږم پاس موټرو سره ارګ ته ځي .نو هلته حق لیکل،اٌصول ویل او قانون یادول.د پیښوریانو خبره خوشې بکواس دي.
خو بیا هم خلک شته چې حوصله نه بایلي او مقالې پسې مقاله لیکي مقابله کوي.وايي چې که دا نسل نشي بل به بدل شي.که نن مو خپل نشو، خو سبا به مو خپله شي. هیلې لیکلي ،ارمان لیکي.ایمان او وجدان لیکي. افغان لیکي او افغانستان لیکي.
موږ به ېې هم لیکو .
چې دا نه کوو ،نو نور خو مو څه زده هم نه دي.
ګران مطیع الله خان عابد صاحب ته سلام !
انډیواله په ګوتو دی برکت شه !
عابد صيب ! ستاسې د قلم ژبې ته د واقعيتونو په ليکلو دوه لاسي سلام ، په ژوند دې برکت
عا بد صا حب په ذهن، ژبه او قلم د برکت شه، ډیر په ځای لیکل د کړي دي، را شه زموږ حا لت ته وګوره چې په دې له ځنا ورو ډکه (البته یو کم شمیر ټول نه) ټو لنه کې ژوند کوو شپه او ورځ د زړو وینې خورو ټول د یو څو د پرد یو د غلا ما نو په لو مو کې ګیر پا تې یو.
بلکل په ځای
خبره خو دی ښه ده… خو وروره ډیر څه د لیکلو لپاره شته
تا ته لکه چی د نن سبا زمانی د فرعونانو ناکردی نه معلومیږی
د نن سبا فرعونان خو د سړک د سر د عسکر نه نیولی بیا د ولایتی
شوراګانو تر ریسانو، مامورینو او نورو او همدارنګه د برق د ریاست
د رشوت خورو، او ډیر داسی نورو قیصی خو اوس هم دغسی پټی پاتی
دی چی بربنډول غواړی
عابد صاحب دې ژوندی اوخوشاله وی
Abid Sir,Salaam,your right.