یوه تن له خپلې مېرمنې وپوښتل چې سړی واده ولې کوي؟ مېرمنې له شېبې چورته وروسته پوښتنه ورځواب کړه، یې ویل:
پر خپلې یوې مېرمنې میاشتنی لګښت یې تر هغه څه ډېر وي چې بهر یې پر څلورو نورو لګوي خو سړی بیا هم واده کوي، پر واده د لکونو لګښت، له وړتیا ور هاخوا د مېرمنې ټول لوازم ور پوره کوي، د هغې لپاره سرپناه څاري، د هغې د هوساینې لپاره هلې ځلې کوي، په سرو غرمو ورته خولې تویوي او کله هم چې اړ شي خپلې بډوډي ورته پلوري او کله هم ورته خپله څرمن.
خو پوهېږئ چې ولې؟
-د سړي دا خوي د رب په څېر دی، اوس وګوره خدای څه ته اړ و چې په میلیاردونو انسانان یې پیدا کول او هغه ته یې د ځای، خوړو، د ژوند ژواک و ځواک ور برابراوه، ښايي ضرورت یې وو.
هغه غوښتل چې داسې مخلوق وي چې عبادت یې وکړي او نوم ته یې سجده وکړي چې عقل وي ورسره دلیل وي، ورسره او همدارنګه څوک یې چې عبادت وکړي هماغومره به یې څارنه او ساتنه وکړي او د هرڅه له ورکړې وروسته یې ورته وویل چې زه «الرحمن» یم، «الرحیم» یم، ټولې ګناوې دې بخښم خو شرک به هېڅکله ونه بخښم.
نو رب تعالی خپل دا عادت د سړي په وینه کې ورګډه کړه، څنګه چې هغه ته خپل مخلوق ګران دی نو همدارنګه هر ښه سړي ته خپله مېرمن خوږه ده، هغه خدای نه دی، مګر د مېرمنې لپاره ښه عواطف لي او هرڅه ورته کوي یا یې د کولو هڅه کوي او ان په تېروتنو یې هم د الرحمن او الرحیم صفت غوره کوي، خو ځان سره شریک هېڅکله نشي زغملی.