اورنګ مختار-
مشاعرې ادبي غونډې اوبانډارونه سره له دې چې د يوې سيمې د شاعرانو د ادبي ذوق او تندې د ماتولو لپاره ښې وسيلې دي داړوند سيمو دخلکود علمي او ادبي کچې دغوره والي او لوړ فرهنګ بېلګې هم دي، چې په وده او پرمختګ سره يې د اړوند سيموفرهنګ او اقتصاد وده هم کولاى شي. همدې اصل ته په پام هرکال دهېواد په بېلابېلو ولايتونو کې په ځانګړې توګه هغو ولايتونو کې چې د وولسونو د تحصيل کچه يې لوړه ده اوپه شاعرانو يې هغه د چاخبره حساب کيږي ادبي مشاعرې جوړيږي، چې يو هم له دې مشاعرو څخه د مڼې ګل دوديزه کلنۍ مشاعره ده، چې له تېرو څوارلسو کلونو راهيسې د ميدان وردګو د ولايت په بېلابېلو سيمو کې جوړيږي او سلګونه شاعران، ليکوالان او د شعر او ادب مينه وال ورته د بېلابېلو سيمو څخه راځي، دغه مشاعرې که څه هم د ولايتونو په کچه وي او لکه چې يادونه مو وکړه پرمڼې ګل سربېره په ننګرهار کې د نارنج ګل، په کندهار کې د انارګل، په مزار کې د لاله ګل، په کندوز کې د ريدي ګل، په زابل کې د بادام ګل، په لوګر کې د سنځل ګل… په نومونو جوړيږي چې ډېرى ګډونوال يې د اړوند ولايتونو شاعران اوفرهنګيان وي ، خو پر دې سربېره د ډېرو نورو ولايتونوڅخه هم ورته شاعران راځي چې د مشاعرې خوند ورسره نورهم زياتيږي او په دې ترتيب د شعر په خوږه ژبه د مختلفو لهجو او بېلابېلو سيمو شاعران يو بل ته شعرونه وايي چې په ټوله کې د وولسونو د اتفاق، سولې او ورورګلوۍ لپاره لاره هواره وي، په دې مشاعرو کې د شاعرانو سربېره ډېر هغه قومي مخور او لوړ پوړي چارواکي چې د وولسونو او شاعرانو سره د ذوق روحيه يې پياوړي وي او په اصطلاح د ژوندي فکرخاوندان وي هم له شاعرانو سره په دې محفل کې ګډون کوي او د شاعرانو له شعرونو خوند اخلي او سربېره پر دې چې د يوې تفريح په توګه له دې ادبي محفل څخه د ټولنيز ژوند مزه څکي د شاعرانو له شعري قريحو، نازکواو حساسو کلمو او الفاظو ډېرڅه زده کوي او د خپل سياسي اوټولنيز ژوند د تجربې په توګه ترې کار اخلي.
په دې شعرونو کې پرمستو اوخوندورو غزلونو سربېره طنزي، انتقادي، حماسي اوعشقي شعرونه ، ادبي ټوټې، تمثيلې پارچې، لنډې کيسې، څلوريزې او زړه راښکونکې لنډۍ هم ويل کيږي چې هره يوه يې ځانته رنګ او خوند لري او په هر يو کې يې ستر مينه ناک، سولييز اود عبرت نه ډک پيغامونه پراته وي چې په تودو احساساتو، ولولو او مستو چکچکو بدرګه کيږي، ډېرى ځوان شاعران او د ادب مينه وال دغو مشاعروته د يو ښکلي واده په څېر خوشحاله وي او له مياشتو مياشتو راهيسې د مشاعرې د ورځې انتظار باسي، خو يو شمېر نور يې بيا د شخصي او سياسي ګټو په سترګه د ځان لپاره کارول غواړي او ډېر وختونه دغه ښکلي مجلسونه د همدې مغرضواشخاصو دمغرضانه لاس وهنو له کبله د ګډوډۍ تر پولې رسي، چې غوره بېلګه يې د زابل ولايت د بادام ګل سږنۍ مشاعره وه چې د ځينوخودغرضه چارواکو له لوري يو څه ګډوډه هم شوه او په ټولنيزو رسنيو کې يې په اړه بېلابېلې تبصيرې او ليکنې هم خپرې شوې ، همدې ته ورته څو څو واره دننګرهار ولايت د نارنج ګل مشاعره هم چې ترټولو مشاعرو اوږده سابقه لري او يو وخت ترټولو مشاعرو غوره مشاعره وه د ځينو مضرو اشخاصو په لاس څو څو وارې ګډه وډه شوې ده او د وولس دافرهنګي جشن د ځينو سياسي ملحوظاتو له مخې بې خونده شوى دى. په هرحال موږ دلته يواځې د مڼې ګل په اړه څو ټکي په لنډه توګه راوړو:
مڼې ګل دوديزه مشاعره له نن څخه څوارلس کاله وړاندې د وردګو په چک کې د دې ولايت دشاعرانو او ولسونو له خوا د لنګر سيمې دمڼو په يوۀ بڼ کې جوړه شوه، چې ګڼو شاعرانو او لوړ پوړو چارواکو پکې ګډون درلود، وروسته دا مشاعره نورو ولسواليو ته وغځيده اوپه دې وروستيو کلونو کې چې امنيتي وضعه ګډه وډه شوه مرکز ميدانښار ته را غله چې د ولايت د مقام له خوا يې د اطلاعاتو او کلتور رياست په همغږۍ لګښت ورکول کيدا، خو اوس چې ځايي ادارې پياوړې شوې دي، او د اداري اصلاحاتو د معاشونو د رتبو سيستم د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د مرکز په شمول په ټولو ولايتونو کې پلى شوى دى او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د دې مشاعرو په ارزښت تر پخوا ډېر زيات پوهيدلى دى د نارنج ګل او مڼې ګل په شمول ډېرې سترې دوديزې مشاعرې اوس پخپله د اطلاعاتو اوفرهنګ د رياستونو له خوا د وولس او شاعرانو په همکارۍ تر سره کيږي چې ورسره د مشاعرو په کيفيت کې ښه والى راغلى دى ځکه له يوې خوا دغه مشاعرې له سياسي او موخه ييزو افکاروڅخه راويستل شوې او د يو فرهنګي دود په څېر د اطلاعاتو او فرهنګ د کارکوونکو له خوا چې کارکوونکي يې مسلکي او په فرهنګي چارو پوه خلک دي او په ادبي چارو ترنورو ښه پوهيږي له خوا په ښه توګه ترسره کيږي چې غوره بېلګه يې د سږکال مڼې ګل څوارلسمه مشاعره وه، دا مشاعره که څه هم چې د تېرکال په نسبت يې لګښت درې يا څلورځله کم وو، خو د کيفيت او نظم په لحاظ ترټولو خوندوره مشاعره وه، د مڼې ګل څوارلسمې دوديزې مشاعرې ته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولسمشر ډاکټر اشرف غني ، د اجرايه رييس ډاکټر، عبدالله عبدالله، د اطلاعاتو او فرهنګ وزيرعبدالباري جهاني او ګڼوعلمي موسسو اوبنسټونو له خوا پيغامونه را ولېږل شول چې دا پخپله د ملي يوالي او د دې مشاعرو د ارزښت بېلګې او پيغامونه وو، د مڼې ګل څوارلسمې يومهم ټکى دا و، چې د ژوندون ټلويزيون، ملي ټلويزيون، شمشاد، ازادۍ راډيو، هېواد ورځپاڼې ، ويسا ورځپاڼې، سرنوشت ورځپاڼې او انيس ورځپاڼو او ګڼوبرښنايي وېبپاڼو او فيس بوک پاڼو څخه څو څو واره خپره شوه او دټول هېواد په شمول دنړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د افغاني شاعرانو او فرهنګيانو له خوا په رسنيو او فيس بوک پاڼو کې وستايل شوه، هيله من يو د هېواد په ټولو ولايتونو کې مڼې ګل مشاعرې ته ورته سولييزې مشاعرې خپل اصلي ځاى ونيسي او د سياسي اغراضو څخه خوندي شي، د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او ټول شاعران او ليکوالان دروند مسئوليت لري څو دا ډول دوديزې مشاعرې چې دوولسونو د ملي يوالي، سولې او فرهنګپالنې په موخه جوړيږي د مغرضو اشخاصو له مداخلو خوندي کړي او هڅه وکړي څو د دغو مشاعرو په ښه کيفيت سره په هېواد کې سوله راولي او هغه څوک چې دا مشاعرې د خپلو سياسي اهدافو لپاره په يوه او بله پلمه کاروي بايد مخه يې ونيول شي ځکه مشاعرې د شاعرانو ، فرهنګيانو او فرهنګپالو لپاره دي، هغه کسان چې په دې حساسو شرايطو کې دا مشاعرې بې نظمه کوي بايد مجلس ته راپرېنښودل شوى.
هوکې د زرو قدر له زرګر سره وي.