تاند- کندوز ډېر څه لري، خو خټکي یې په افغانستان څه چې په نړۍ کې ساری نه لري. سږ کال نه یوازې د خټکیو بلکې د غلې له درکه هم برکتي کال دی. خدای دې وکړي چې دا برکت پر ټولو برخو سیوری وغوړوي او هر کال مو تر بل برکتي وي.
په تېرو کلونو کې له یوې خوا وچکالیو او له بلې خوا مرضونو د کندوز د خټکیو حاصلات زیانمن کړي وو.
لیکوال او ژورنالیست غوث الدین فروتن د کندوز د سږ کال د خټکو او هندواڼو د ښه حاصل عکسونه اخیستي دي.