تاند، جمعه، د سنبلې لومړۍ: د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان تازه راپور ښيي چې سږ کال له ایران څخه ۲۸۳ زره ۴۶۷ او له پاکستان څخه ۱۳ زره ۸۴۹ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

 دا هغه شمېرې دي چې یو این ایچ سي آر په رسمي ډول په خپلو نماینده ګیو کې ثبت کړې دي.

د کډوالۍ سازمان وايي، اټکل یې کړی چې س کال به د ایران د اقتصادي ستونزو، د کارګرانو د عاید د کموالي او پر تهران د امریکا د بندیزونو لګېدو له امله ۵۷۰ زره افغانان هېواد ته راوګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړیوالې ادارې آی او ایم په ۲۰۱۸ کال کې یوازې له ایران څخه د راستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۷۷۳ زره ښودلی و.

افغانستان ته له بهر څخه د راستنېدونکو کډوالو د زیاتېدو راپور په داسې حال کې ورکول کېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، سږ کال د افغانستان په شمال او ختیځ کې د سختو جګړو له کبله ۲۲۰ زره وګړي بې کوره شوي دي او عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *