تاند، پنجشنبه، د عقرب ۱۶مه: د کډوالو وزارت وايي، په ۲۰۱۹ کال کې تر اوسه پورې ۲۵ زره افغان پناه غوښتونکي له ترکیې څخه بېرته کابل ته راستانه شوي دي
د کډوالو وزارت ویاند محمد رضا باهر وايي، د ۲۰۱۹ کال له پيله یې په انقره کې افغان کډوالو ته یو فورم جوړ کړی چې دوی په رضاکارانه ډول حاضرېږي تر څو افغانستان ته ستانه کړای شي: (( زموږ د حساب له مخې ټول ټال ۲۵ زره افغانان بیرته هیواد ته راستانه شوي دي.))
خو دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ بیاد ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان وویل، سږ کال ۲۱۳۶۴ افغانان له ترکیې څخه افغانستان ته ستانه شوي چې له دې منځه یې ۴۴۰ کسان د کډوالۍ د نړیوال سازمان په مرسته کابل ته لېږدول شوي دي.
د یادونې ده چې د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په ترکیه کې ۱۲۰ زره افغان پناه غوښتونکي ژوند کوي، په داسې حال کې چې افغان حکومت تېر کال په ترکیه کې د مېشتو پناه غوښتونکو افغانانو شمېر ۱۸۰ زره ښودلی و.
ترکیې ته افغان پناه غوښتونکي ځکه زیات ځي چې دا لار اروپا ته د رسېدلو تر ټولو نږدې ځای بلل کېږي.