تاند- ني یا د افغان خبریالانو د ملاتړ اداره وايي، ۲۰۱۶ م کال په افغانستان کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال و.

د نی د دفتر رييس مجیب خلوتګر نن /پنجشنبه/ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په ۲۰۱۶ م کال کې د افغان خبریالانو پرضد ټولټال د تشدد ۴۱۵ قضیې ثبت شوي دي.

د ده په وینا په دغو مواردو کې ۱۴ د قتلونو، ۳ د نیونو، ۲۳ د ژوبلېدو، ۴۳ د وهلوټکولو او ۳۳۸ د ګواښلو دي.

د خلوتګر په وینا په کندوز، زابل، اروزګان، هلمند او فراه ولایتونو کې په ځانګړي ډول د طالبانو د حملو له کبله د ناامنیو ډېرېدا د خبریالاو پر ضد د تشدد اصلي عوامل دي.

د نی د معلوماتو پر اساس د خبریالانو پر خلاف د تاوتریخوالي ۳۲۶ پېښې د طالبانو له لوري، ۶۴ د دولتي ادارو او ۲۶ د ناپېژاندو کسانو له خوا شوي دي.

د نی د معلوماتو پر اساس په افغانستان کې ۱۱۷ تلویزیونونه فعال او ۱۲ غیرفعال دي.

دا اداره وايي چې په هیواد کې ۲۱۲ راډیوګانې خپرونې کوي خو ۱۶ نورو راډیوګانو خپرونې درولي دي.

د مطبوعاتو په اړه د نی معلومات ښيي چې په هیواد کې ۸۲۴ چاپي خپرونې فعالې دي او ۴۴ چاپي خپرونې نور نه چاپېږي او یا یې د خپل فعالیت بڼه بدله کړې یعني له چاپي په انلاین اوښتې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *