تاند- سږ کال (۲۰۱۵) به د ساینسي تخیلي فلمونو، چې په انګلیسي کې یې (Science fiction) بولي، یو خوب په حقیقت بدل شي او هغه د الوتونکو موټرو خوب دی.
ډېره هیله شته چې سږ کال به (Terrafugia TF-X) موټر الوځي.
د الوتونکو موټرو پروژه په ۲۰۰۹ میلادي کال پیل شوه، هماغه کال دا پروژه افتتاح هم شوه او وویل شول چې ژر به الوتونکي موټرونه د عامو خلکو د استفادې لپاره بازار ته راووځي خو داسي ونه شول.
ښايي د هوايي ترافیک د مقرراتو ټاکل او له دې ډول موټرونو څخه په غیرقانوني یا تروریستي چارو کې د کار اخیستلو د مخنیوي په شان مسایل سبب شوي وي چې دا پروژه وځنډېږي.
دا ډول موټرونه به یو اتوماتیک چلوونکی ولري او بې له کومې ستونزې به چلېږي. هر څوک به دا موټر چلولی شي، یوازې به ۵ ساعته زده کړه ویني.
دا موټر (Terrafugia TF-X)، چې په عمودي ډول ښکته کېږي، کوچني وزرونه لري چې ټولېږي.
انجن به یې په برېښنا چلېږي او په هر ځل چارج به ۸۰۰ کیلومتره لار کچ کولی شي.
تراوسه بازار ته د دغه موټر د راوتلو دقیقه نېټه څرګنده نه ده خو سر له اوسه یې بیه ۲ لکه یورو ټاکل شوې ده. هر نوی شی په پیل کې ګرانه وي خو وروسته – وروسته ارزانېږي.
ددې څخه نو عام خلک کله ګټه اخیستلای شي!