د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې عمومي رییس عبدالمتین بیګ وايي، تېر مالي کال د حکومتولي کال و او سږ به د دغې ادارې ډېره پاملرنه ولسواليو ته وي.
عبدالمتين بېګ ولس ته د کالني حساب ورکولو په مطبوعاتي ناسته کې وويل چې تېر کال د ښې حکومتولي او خلکو ته د خدمتونو په ښه رسولو کې پرېمانه پرمختګونه شوي او دا د دې لامل شول چې تېر کال د ولسمشر پنځه ويشت سلنه وخت د سيمهييزې حکومتولي په چار لګېدلی دی.
په دغه وخت کې ولسمشر لسګونه ځله ولايتي سفرونه کړي، هلته يې له واليانو، ولسوالانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو، ښځو، ځوانانو، عالمانو او نورو سره ليدنې کړې دي.
د عبدالمتين بېګ په خبره، د سيمهييزو ارګانونو خپلواکې ادارې تېر کال د سيمهييزې حکومتولي پاليسي جوړه کړې چې له موخو څخه يوه يې د حکومتولي په هکله د دولت پالیسي ده چې سیمهییزو ادارو ته لا زيات صلاحيتونه ورکوي.
د دغې پالیسي په اساس به، د مرکزي حکومت رول پالیسي جوړونکی او د سیمهییزو ادارو رول اجراییوي کېږي.
په دې سربېره به، د دغې پالیسي له مخې د ولایتونو نفوس ته په کتو، اته اقتصادي زونونه هم جوړېږي.
د سيمهييزو ارګانونو عمومي رييس وويل، په تېر کې د ولسوالانو ارزونې تر ډېره عمودي بڼه درلوده، خو اوس د سیمهییزې حکومتولي د پالیسي له مخې، د ولسوالانو ارزونه 50 سلنه د سیمهییزې ادارې له لوري او 50 سلنه د ولس له لوري کېږي.
ده د ښاروالیو قانون ته په اشارې چې له تخنیکي پلوه د ټولنې اوسنۍ ټولو اړتیاوو ته ځواب وايي، وویل؛
“په دغه قانون کې د اتباعو سیاسي حقوق او د ښاروالانو د ټاکل کېدو حق په نظر کې نیول شوی دی. د سیمهییزو ارګانونو خپلواکه اداره ژمنه ده چې سږکال کې له تخنیکي مطالعاتو وروسته، په یو یا دوو ښارونو کې د ښاروالانو د ټاکنو تخنیکي پروسې لپاره چمتوالی ونیسي.”
د بېګ په وینا، تېر کال له کابل ښاروالي پرته، د ډېری ښارونو ښاروالان د ازادې سیالي له لارې ټاکل شوي دي.
د سيمهييزو ارګانونو د کالنيو لاسته راوړنو په لړ کې د ښاروالانو ملي کنفرانس چې په کابل کې جوړ شو، په کې د ښاروالیو د عوایدو پر وړاندې ستونزې په ګوته او د حل په موخه یې لازمې لارښوونې ورکړل شوې.
د سیمهییزو ارګانونو ادارې عمومي رییس د سیمهییزو شوراګانو د نوي قانون په اړه هم مالومات ورکړل چې په خبره يې، دغه قانون تصویب شوی او په نږدې راتلونکي کې به توشیح شي.
د دغه قانون له مخې به د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته زمینه برابره شي.
په تېر کال کې د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسوالانو دوه ملي کنفرانسونه جوړ کړي چې پهکې ولسوالانو خپلې ستونزې او طرحې د حکومت له مشرتابه سره شریکې کړې.
دغه راز دغه کنفرانسونه د دې لامل شول چې ولسوالانو ته اجراييوي صلاحيتونه ورکول شول.
بېګ په دغه ناسته کې وويل چې د جمهور رییس د 18 مادهیي فرمان له مخې، ولسوالانو ته د پام وړ صلاحیتونه ورکړل شوي چې د همدې فرمان له مخې، به سږکال ډېره پاملرنه ولسوالیو ته وشي.
د هغه په وینا، د سیمهییزې حکومتولي د پرېکړو په نیولو کې د ښځو د شتون بحث هم تر کار لاندې دی چې په وینا یې، يوازې په تېر کال کې په بامیانو، کابل، پکتیا او څو نورو ولایتونو کې د لومړي ځل لپاره ښځې د والیانو د مرستیالانو په توګه په دنده وګمارل شوې.
په دې غونډه کې د ولسوالیو په کچه د سیمهییزې حکومتولي د ښه والي په برخه کې د جمهوري ریاست د عالي مقام د 2716 ګڼه حکم په اړه هم مالومات ورکړل شول چې د دغه حکم له مخې د ولسوالي د ادارې او د عدلي او قضايي ارګانونو ترمنځ د اړیکو د ښه والي، د ولسوالیو د عالي شورا جوړول، د ولسوالیو د ملي پروګرام طرحه او ولسوالانو ته د پولي صلاحیتونو په ورکړه ټینګار شوی دی.
د سيمهييزو ارګانونو عمومي رييس زياته کړه چې ادارې يې تېر کال د سیمهییزې حکومتولي د ښه والي په موخه شل بېلابېل طرزالعملونه او لارښودونه جوړ کړي دي.