تاند: د کډوالۍ نړیوال سازمان یا آی او ایم وايي، د سږ کال له پیله تر اوسه ۱۰ زره او ۳۲۴ افغان پناه غوښتونکي له اروپا او ترکیې څخه افغانستان ته بیرته شړل شوي دي.

دغه سازمان نن جمعه یوه خبرپاڼه کې ویلي، تېرو ۸ میاشتو کې ۱۱۵۲افغانان له اروپايي هېوادونو ډیپورټ او بیرته خپل هېواد ته شړل شوي دي چې له دې منځه یې ۴۸۲ کسان په خپله خوښه او ۶۶۰ یې له دوی سره له همغږۍ پرته افغانستان ته رسول شوي دي.

راپور کې راغلي، په تېرو اتو میاشتو کې ۹ زره او ۱۷۲ کسان له ترکیې نه بیرته افغانستان ته تللي چې له دې منځه ۳۹۹ کسان په خپله خوښه او ۸ زره ۷۷۳ یې په زور شړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کډوالو وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې له اروپا او ترکیې سره دې هوکړې ته رسېدلي چې په زور او بې دلیله به افغانان نه ورشړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *