تاند، یکشنبه، د عقرب ۱۹مه: د کرنې وزارت وايي، سږ کال په هېواد کې د جلغوزې حاصلات له ۱۰ تر ۱۲ سلنې پورې زیات شوي دي.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي تاند ته په یو تماس کې وویل، سږ کال یې د ځنګلونو د څېړنې له مخې اټکل کړی دی چې د جلغوزې حاصلات به ۲۴ زره ټنو ته ورسېږي، په داسې حال کې چې تېر کال د هېواد په کچه د جلغوزې حاصلات ۲۳ زره ټنه وو.
د ښاغلي رستمي په خبره دا مهال د هېواد نهو ولایتونوکې ۴۴ زره هکټاره ځنګلونه د جلغوزې په ونو پوښلي دي: (( تر ټولو زیاته جلغوزه په پکتیکا، پکتیا، خوست، کونړ، لغمان، نورستان او کاپيسا کې کېږي چې یوازې په پکتیا او خوست کې نږدې ۴۰ زره نفر د جلغوزې په راټولولو بوخت دي.))
دا په داسې حال کې ده چې جلغوزه، پسته او زعفران د افغانستان مهم صادراتي توکي دي چې په ۱۶ هېوادونو کې ښه بازار لري.
د وزارت د اټکل له مخې که د جلغوزې د قاچاق مخه ونیول شي او افغان حکومت یې هېوادونو ته صادره کړي، نو ۱ میلیارد او ۴۰۰ میلیونه ډالر به ترې ترلاسه کړي.
افغان حکومت سږ کال یوازې چین ته ۶۰۰ ټنه جلغوزه صادر کړې ده.