epa02416396 Trucks carrying Afghan transit trade supply are waiting for custom clearance at Pak-Afghan border in Chaman, Pakistan, 28 October 2010. Pakistan and Afghanistan sign the Afghanistan Pakistan Transit Trade Agreement (APTTA) in Kabul on October 28. EPA/MATIULLAH ACHAKZAI

تاند، دوشنبه، د دلوې ۲۱مه: د کرنې وزارت وایي، سږکال د کرنیزو محصولاتو صادرات د ټولو افغاني توکو د صادراتو ۸۰ سلنه وو.

د کرنې وزارت چارواکو د اجراییه رئیس عبدالله په مشرۍ د کابینې په غونډه کې د خپل کلني راپور په وړاندې کولو سره ویلي، تېر کال د افغانستان کرنیز حاصلات د پام وړ وو.

په غونډه کې د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د کرنېزو محصولاتو وده او هغوی ته د بازارموندنې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې اړوندې ادارې باید د صادراتو په زیاتوالي تمرکز وکړي.
افغانستان په دې وروستیو کې د زعفرانو، انارو، انګورو، مڼو او جلغوزې له کبله سیمې او نړۍ ته صادرات زیات کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سوداګرۍ وزارت ویلي، یوازې تېره جنورۍ میاشت کې له افغانستان څخه د هوایي دهلیزونو له لارې د ۱۶ اعشاریه شپږ میلیونه ډالرو صادرات شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *