د هېواد په لر او بر کې  په اټکلي توګه له ۳ میلیونو زیات کوچیان ژوند کوي، د ټولنې دغه قشر د نورو په پرتله د پوهنې، روغتیا  او د ژوند په نورو برخو کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

په وروستۍ یو کال کې، چې د لوی ریاست مسؤلیتونه يې د کابل پوهنتون پخواني علمی مرستیال حبیب الرحمن  ته سپارل شوې، ایله د دغه له پامه  لویدلې قشر په ژوند کې د مثبت بدلون نوي بابونه پرانیستل شوي دي.

د کوچي ماشومانو د ژوند ښه والي او زده کړو په موخه سږ کال د کوچیانو چارو سمون دلوی ریاست مشرتابه په هڅونه  د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې له ۴۵۰ جریبو زیاته ځمکه ښوونځیو ته وقف شوې ،څو  د بچیانو د زده کړې په موخه ښوونځې پرې ښوونځې ودان او  د علم له رڼا د دغه قشر کورونه روښانه شي.

  تازه په هرات کې د کوچي ځوانانو او ماشومانو لپاره د یوې لېسې او یوې  لیليې د جوړیدو لپاره لس جریبه ځمکه ځانګړې شوې او هم سږ کال په دغه ولایت کې د کوچي ماشومانو لپاره په مورنۍ ژبه د زده کړو یوه نمونوي لېسه  چې لیلیه هم لري  تاسیس شوې ده .

  لسګونه هغه کوچي ځوانان چې د دولسمې زده کړې يې بشپړې کړې وې د دوست هېواد هندوستان لخوا  افغانستان ته د ورکړل شویو  تحصیلي برسونو لپاره معرفي شول.

د دې ترڅنګ یوازې په ښوونیزه برخه کې د ټول مملکت په سطحه د ۱۴۶ لومړنیو ، ۲۴ منځنیو، ۲۲ سیار ښونځیو، ۱۱ بابه لیسو او په ننګرهار، هرات، کندهار، خوست او غزني کې  ۶ بابه لیلیې فعال ساتل شوې چې په زرګونو کوچي متعلمین په کې په زده کړو بوخت دي او هم ورته همدا کال د هېواد په لر او بر کې د سواد اموزۍ ۲۵۰ کورسونه دایر شوي دي.

 په ننګرهار، خوست، لوګر، لغمان، بلخ، کاپیسا، غزني او کندهار ولایتونو کې د معارف وزارت په مرسته د کوچي ماشومانو لپاره  ۱۳ بابه ښونځي جوړ ودان شوي چې دکوچیانو چارو لوی ریاست لخوا يې په ټینګه نظارت کیږي.

  دنورو برخو ترڅنګ سږ کال ترډیره تمرکز د کوچي ماشومانو او ځوانانو لپآره د زده کړې زمینې په برابرولو ورټول و، په  شپږو ولایتونو خوست، ننګرهار، غزني، کابل، هرات، لوګر کې چې لیلیه ښونځي لري ۸۱۴ تنه کوچي ځوانان لیلیه شوي دي او  دټول هیواد په کچه ۴۶۰ تنه کوچي ځوانان دمعارف وزارت په همکارۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو مراکزو ته معرفي شوي دي او هم  دټول هېواد په کچه په دینې مراکزو(دارالحفاظ، دارالعلوم او نورو دیني او خصوصي مدارسو) ۳۰۴۸  کوچي ځوانان په زده کړو بوخت دی.

دسویډن کمېټې په همکارۍ ۱۷۵۲ هلکان او ۱۷۰۴ نجونې چې ټول ۳۴۲۹ تنه کیږي په سیار مکاتبو کې په زده کړو بوخت دي

روغتیا:

په ۱۴ ولایاتو خوست، لوګر، پکتیکا، کنړ، لغمان او … کې کوچي قشر ته د صحي کلینیکونو د اعمار لپاره ۷۰ جریبه ځمکه وقف شوې ده.

په ۴ ولایاتو کې عملا ۶ دانساني صحت سیار ټیمونه توظیف شوي دي، دهمکارو مؤسساتو په همکارۍ په ۲۹ ولایاتو کې د کوچي ثابت او سیار صحي کلینیکونو سره د ۴۰میلیونه افغانیو په ارزښت د درملو او طبي تجهیزاتو په برخه کې مرسته شوې ده،په ۱۴ ولایتونو کې دکوچيانو صحي مراکزو ۴۰ تنه ډاکټران جذب کړي دي

په ۲۰ ولایتونو کې ۸ بابه ثابت کلینیکونه او ۲۷ سیار صحي ټیمونه د زرګونو کوچي وګړو لپاره روغتیايی خدمات وړاندې کوي

د کوچیانو چارو دسمون لوی ریاست په وړاندیز د کوچیانو لپاره دعالي شورا له خوا ۱۳ نور کلینیکونه منظور شوي دي،

دهیواد په مختلفو سیمو کې ۱۲۸۰ تنه صحي رضاکارانو ته ټرینینګونه ورکول شول چې اوسمهال یې ګڼ شمېر په خدمت بوخت دي.

د کلیپ پروژې له خوا په کابل، پروان، لوګر، ننګرهار، بلخ او هرات ولایتونو کې د وترنرۍ هغه  وقایوي کورسونه تدویر شوي چې د امراضو دمخنیوي په برخه کې کار کوي..

په ۳۱ ولایتونو کې دحیواني روغتیا  روزنیزو ورکشاپونه او پروګرامونه اریه شوي.په ټول هیواد کې نهو ملیونو او شپږ سوه زره څارویو ته  واکسین تطبیق شوی.

له هالنډ کمېټې سره په همغږۍ د هیواد په کچه ۲۷ بابه ثابت  حیواني کلینیکونه ایجاد شوي چې ۲۷ میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

 دغه کال په هر اړخیز ډول د  کوچیانو د ژوند ښه والي، دپوهنې، روغتیا او  یو شمېر نورو برخو کې دپام وړ ښه ؤ او لاهم اغیزمن پلانونه د لومړیتوبونو پراساس تر کار لاندې دي چې قدم په قدم به ورته رسیده ګۍ وشي او د هېواد  د دغه ویاړلي قشر هیلې به پوره  او ستونزې په يې حل شي.

عابد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *