تاند، سه شنبه، د قوس ۱۹مه: پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکوي چې د دغه هېواد په راولپېنډۍ ښار کې د فیسبوک او وټس اپ د مینې له کبله شوي ودونه د ماتېدو په حال کې دي او یوازې سږ کال په دغه ښار کې محاکمو ته د طلاق ۱۳۵۶۰ غوښتنلیکونه جمع شوي دي.
د پاکستاني رسنۍ جنګ ګروپ د څېړنې له مخې دا شمېرې یې د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د ډسمبر تر ۸مې نېټې راټولې کړې دي، چې له دغو ۱۳۵۶۰ قضیو څخه یې ۲۸۹۳ میرمنو طلاح ترلاسه کړی دی.
د راپور له مخې د طلاق غوښتنه تر ډېره له ۱۷ کلنۍ څخه تر ۳۰ کلونو پورې عمر لرونکو مېرمنو کړې ده او وجه یې هم دا ښودل کېږي چې دوی په فیسبوک او وټس اپ یارانو کې تېر ایستل شوې دي او اوس د کورنیو ستونزو ښکار دي.
راپور وايي، د راولپېنډۍ په محاکمو کې د کورنیو له اجازې پرته تر سره شوي له ۵۰ تر ۷۰ سلنې ودونه ناکام دي او یوازې سږ کال ۲۸۱ مېرمنې په دغه ښار کې له کورونو تښتېدلې دي.
راپور د محاکمو له قوله لیکلي چې دا مهال تر لسو زرو پورې د طلاق جنجالي قضیې د دوی تر کار لاندې دي.