تاند، پنجشنبه، د جدي ۵مه: سږ کال د میدان وردګو د مڼو حاصلات ۱۲۰ زره ټنو ته رسېدلي چې دا د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د میدان وردګو د کرنې رئیس ولید احمد تسل تاند ته وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د مڼو حاصلات ۱۲۰ زره ټنو ته رسېدل چې د پخوا په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی په کې راغلی دی.

نوموړی وايي، پخوا به په دغه ولایت کې د مڼو حاصلات ۹۰ زره ټنو ته رسېده خو اوس یې چې حاصل زیات شوی دی، ورسره د مڼو بیې هم ښې شوې دي.

په همدې حا لکې د میدان وردګو د مڼو د بڼوالو ټولنې رئیس حاجي پاچا وايي، د مڼو بیه تېر کال یو من په ۱۰۰ افغانۍ وه خو اوس دوه سوه افغانیو ته رسېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې پاکستان د افغاني انارو او مڼو پر سر ګمرکي تعرفې درې چنده کړې چې له کبله یې افغان حکومت د امنیتي ځواکونو لپاره د مڼو قراردادونه له داخلي بڼوالو سره ترسره کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *