تاند، چهار شنبه، د قوس ۲۷مه: د افغانستان د کډوالو وزارت وايي، د ۲۰۱۹ کال له پيله تر اوسه ۴۹۹ زره افغان کډوال له مختلفو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کډوالو وزیر سید حسین عالمي بلخي نن د ډسمبر په ۱۸مه د کډوالو د ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وویل، په راستنو شویو افغان کډوالو کې یې زیاتره په پاکستان اوایران کې مهاجر وو، چې له دې جملې ۴۶۲ زره امو ۱۵۹ تنه له ایران و پاکستان او پاتې ۳۴ زره ۷۹ نفر له نورو هېوادونو راستانه شوي دي.
د ښاغلي عالمي په خبره له اروپا څخه هم تر اوسه ۳۶۵ تنه په خپله خوښه او ۹۶۷ تنه پناه غوښتونکي په اجباري ډول افغانستان ته راستانه شوي دي.
ښاغلي عالمي همدا راز د کورنیو بې ځایه شویو په اړه وویل، سږ کال ۶۰۳ زره او ۷۱ تنه د جګړو له کبله بې ځایه شوي دي خو خبرداری یې ورکړ که دوی ته رسېده ګي ونه شي، کورني کډوال به له هېواد بهر خواته مخه کړي: (( موږ په هرات او کمال الدین بهزات کمپونو کې دوی ته د ادغام زمینه سازي کړې ده، همدا راز مو یو بل پروګرام هم پیل کړی دی چې کډوال بېرته خپل سیمو ته ستانه کړو په دې برخه کې مو سږ کال ۲۱۸ زره او ۶۰۲ تنه بېرته خپلو سیمو ته رسولي دي.))
نوموړی وايي، سږ کال په ټول هېواد کې د دوی د موندنو له مخې ۹۵ زره تنه کورني بیځایه شوي کډوال ژمنیو مرستو ته اړ دي، چې له دې جملې ۵۰ زره کورنیو ته نړیوال موسسات او ۱۲ زره کورنیو ته دولت مرستې رسوي، خو ۲۸ زره تنه یې له ژمنیو مرستو محروم پاتې کېږي.
کډوالي د افغانستان لپاره لوی سرخوږی دی چې په اړه یې ولسمشر غني څه موده وړاندې پاکستان ته په وروستي سفر کې ویلي وو، چې د خپلو نږدې ۴ میلیونه افغانانو د راپه ځای کولو لپاره به مهم پلانونه عملي کړي.