تاند، سه شنبه، د قوس ۲۶مه: له ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق یونیسف وايي، افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې د ماشومانو لپاره تر ټولو خونړی هېواد و.

د دې نړیوال بنسټ اجرائیوي مشره هنریته فور وايي، د روان ۲۰۱۹ کال په ۹ میاشتو کې هره ورځ ۹ ماشومان یا وژل شوي یا یې د بدن کوم غړی له لاسه ورکړی دی، چې دا د ماشومانو پر وړاندې د تېر کال د تاوتریخوالي په نسبت ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

میرمن فور وايي، دا پېښې د ځانمرګو بریدونو، چاودنو او له افغان ځواکونو سره د مخالفانو د نښتو د زیاتېدو له کبله ډېرې شوې دي: (( باید په عاجل ډول اقدامات وشي تر څو دا ناخوالې او مصیبتونه له منځه ولاړ شي.))

د یونیسف د تازه راپور له مخې دا مهال ۳ میلیونه او ۸۰۰ زره افغان ماشومان جدي بشري مرستو ته اړ دي چې له دې منځه یې ۶۰۰ زره په خوارځواکۍ اخته دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *