تاند، جمعه، د سنبلې ۲۹مه: د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د سوداګریزو چارو د هڅونې او ودې په خاطر یې د پخوا په پرتله د پانګونې د جوازونو وېش زیات اسانه کړی دی.
دغه وزارت وايي، له همدې کبله یې سږ کال له ۹۰ زرو زیات سوداګریز او د پانګونې جوازونه وېشلي دي.
د سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا وايي، سږ کال د دغه وزارت لخوا ټولټال ۹۲۲۷ سوداګریز جوازونه ویشل شوي چې له دې منځه یې ۴۳۲۸ نوي جوړ شوي او ۳۷۲۲ یې زاړه تمدید شوي دي: (( همدا راز په ۷۹۸ جوازونو کې تغیرات راغلي او ۲۵۱ لغوه شوي دي.))
بلخوا د کانونو او صنایعو خونې مشر سخي احمد پیمان، که څه هم د جوازونو په ویش کې اسانتیا د خصوصي سکټور د ودې لپاره غوره اقدام بولي خو پر حکومت ټینګار کوي چې د پانګونې لپاره دې خلکو ته لا زیات سهولتونه رامنځته کړي.
نوموړی په دې تړاو زیاتوي: (( جوازونه به ویشل شوې وي خو که له دغو ۹ زره سوداګرو څخه یې چې یوازې ۵۰۰ کسان هم واقعي پانګونه وکړي، د افغانستان د پانګونې ګراف ورسره خورا لوړ ځي.))
د ښاغلي پیمان په خبره د سیاسي کړکېچونو او ناندریو له کبله په هېواد کې له یوې مودې راهیسې پانګونه کمرنګه شوې ده.