تاند- له هغو ۳۵ تنو سره، چې پرون /دوشنبه/ ووژل شول، په پلازمېنه کې د سږکال د تروریستي بریدونو تلفات ۳۲۸ تنو ته ورسېدل.
د وروستیو راپورونو له مخې د کابل په پرونۍ حمله کې له دوو ترهګرو پرته ۳۵ تنه ووژل شول.
د مرادخاني په سیمه کې د دغه برید د ټپیانو شمېر نن /سې شنبه/ ۱۰۰ تنه اعلان شو.
له دې جلا تېره شپه پر پاملرنې موسسې په حمله کې یو تن ملکي ووژل شو.
د پژواک خبري اژانس له شمېرنو سره سم له پرونیو تلفاتو سره په روان میلادي کال کې په پلازمېنه کابل کې ۳۲۸ تنه د تروریزم قرباني شوي دي.
د دغه اژانس پر اساس پر پاملرنې موسسې د تېرې شپې حمله په پلازمېنه کې سږکال پنځه ویشتمه حمله وه.
پژواک وايي چې په تېرو ۲۴ بریدونو کې ۸۵۱ تنه ژوبل شوي دي.
راپور وايي چې ټولې ۲۵ حملې انتحاري وې.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د پرون د دوو انتحاري بریدونو په ۳۵ وژل شویو کسانو کې ۵ تنه د دغه وزارت کارکوونکي دي.