د کونړ والي عبدالستار  میرزکوال نن د نالګیو نهال کولو  عمومي کمپاین پرانیسته کې وویل، چې دا نیالګي به د  کونړ په بېلابېلو سیمو کې کېنول شي، چې په خبره يې په دې سره به د ځنګلونو بیا احیاء او ترڅنګ به يې د کروندګرو اقتصاد لوړاوي ته کار وشي.

په همدې مهال د کونړ کرنې ریس انعام الله ساپی وايي، سږ کال هڅه کوي تر څو کروندګرو ته د اوبه خور سیستم کې منظمتیا لپاره لا ډير امکانات په کار  په واچول شي او دغه راز به په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې بېلابېل باغونه جوړ کړي.

عام ولسونه بیا د دغو نیالګیو کېنولو له امله له حکومته خوښ دي خو ټينګار کوي؛ چې تر نهال کولو وروسته ورسره د ساتنې په برخه کې لازمه همکارې وشي،تر څو يې باغونه حاصل ته ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *