تاند- د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، د روان لمریز کال له پیله تراوسه پوري ۴۱۲ افغانانو د افغانستان د تابعیت د پرېښودو غوښتنلیکونه ورسپارلي دي.

د قوانینو پر اساس د افغانستان حکومت د افغان اتباعو د تابعیت د لغوه کولو غوښتنه په هغه صورت کې مني چې تقاضا کوونکی قانوني ستونزه ونه لري، د دولت یا نورو اتباعو پوروړی نه وي، په جرم تورن او تر قضايي تعقیب لاندې نه وي او یا په محکمه کې د محکومیت په صورت کې یې د قید دوره بشپړه کړې نه وي.

همداراز د افغانستان قوانین د هغو افغانانو د تابعیت د لغوه کېدو غوښتنه نه مني چې د افغانستان ملي ګټو ته خطر ګڼل کېدای شي.

د عدلیې وزارت ویندوی امان ریاضت وویل، د سږ کال له پیله تر دې دمه ۴۱۲ تنو افغانانو د دې لپاره چې په نورو هیوادونو کې یې د تابعیت غوښتنه ومنل شي، د خپل افغان تابعیت د پرېښودو غوښتنه کړې ده.

ریاضت وویل، د یو شمېر کسانو د تابعیت د لغوه کولو پروسه بشپړه شوې ده او د یو شمېر نورو په اړه غور روان دی.

د ښاغلي ریاضت په وینا د عدلیې وزارت د کمیسیون له څېړنې، د وزیرانو شورا له تایید او د ولسمشر له حکمه وروسته د اتباعو د تابعیت پرېښودو مراحل بشپړېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *