تاند: د امریکا د دفاع وزارت وروستي ارقام ښيي چې د ۲۰۱۹کال د لومړیو پنځو میاشتو پر مهال افغانستان کې د تاوتریخوالي پېښو ۹۵۰ ملکیانو ژوند اخیستی او ۲۲۱۳ نور ټپیان دي.
د امریکا د دفاع وزارت لخوا د امنیت د پیاوړتیا او افغانستان کې د ثبات تر عنوان لاندې دا راپور د ۲۰۱۸ کال د دسامبر له ۳۱مې نه د ۲۰۱۹ کالد می تر ۳۱ مې پورې ملکي تلفات ثبت شوي دي.
د راپور په حواله له دې منځهد ۶۰ ملکیانو د مړینې او ۵۵ نورو د ټپي کېدامسوولیت د ناټو ځواکونو پر غاړه دی، د ۶۸ کسانو د مړینې او ۹۰ دټپي کېدا مسوولیت د افغان ځواکونو پر غاړه دی خو لیدل کېږي چې راپور د ۷۷۸ ملکیانو د وژنې او ۱۹۷۱ ملکیانو د ټپي کېدو پړه د ترهګرو او یاغي ډلو پر غاړه ور اچولې ده، خو د ۴۴ ملکیانو د وژنې او ۹۷ نورو د ټپي کېدا مسولیت د نامعلومو کسانو پر غاړه دی.
خو دا راپور د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت له تېرو ورکړیو معلوماتو سره لوی توپیر ښيي، ناټو د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ له ۱نېټې څخه د مارچ تر ۳۱مې پورې د ملکي وژل شویو کسانو شمېء ۴۰۱ او د ټپیانو شمېر ۱۱۱۱ ښودلی و، خو په عین حال کې یونامابیاد ۵۱۸ ملکیانو د وژل کېدو او ۱۱۹۸ نورو د ټپي کېدو احوال ورکړی دی.
په همدې حال کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او دفاع ډله بیا وايي، یوازې روانه میاشت کې ۱۹۰ ملکیان وژل شوي او له ۳۰۰ زیات ټپيان دي.
د دې ډلې مشر عزیز احمد تسل وايي، ملکي تلفات د هوايي او شپنیو عملیاتو له کبله ډېر شوي دي او د طالبانو له خوا خونړیو بریدونو کې هم ولسي وګړي زیانمنېږي.
د ملکي تلفاتو د زیاتېدو راپورونه په داسې حال کې ورکول کېږي چې قطر کې د سولې اووم پړاو خبرې بشپړې شوي او د افغانانو تر منځ دویمه د سولې ناسته کې دواړو لوریو د ملکي تلفاتو په راکمولو ټینګار کړی دی.