تاند، دوشنبه، د قوس ۴مه: د روان کال په اتو میاشتو کې د افغانستان په ۹ ولایتونو کې پر ښځو د تاوتریخوالي ۲۰۰۰ پېښې ثبت شوې دي.

 د ښځو چارو وزارت وايي، دا پېښې په جوزجان، سرپل، بغلان، سمنګان، هلمند، بلخ، بامیان، پروان او هرات کې په رسمي ډول ثبت شوې دي، چې د ښځو وهل ډبول، جنسي تېءی، قتل، له کوره شړنه، شکنجه، اجباري ودونه،  ښکنځل او نور په کې شامل دي.

د وزارت په وینا تر ټولو زیاتې ۸۰۱ پېښې په هرات کې ثبت شوي خو په جوزجان کې ۱۵۰، په سمنګان کې ۲۵۰، په جوزجان کې ۱۴۳، په سرپل کې ۹۵، په بامیانو کې ۱۱۴، په بلخ کې ۳۵۷، په پروان کې ۱۲۲ پېښې ثبت شوې دي.

خودا په داسې حال کې ده چې د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون بیاوايي، سږ کال په ټول افغانستان کې ۲۷۶۲ پر ښځو د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې دي.

  په همدې حال کې یوناما له افغان حکومت څخه غوښتي چې پر ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي هڅې ګړندۍ کړي.

 همدا راز ولسي جرګې هم د یو پریکړه لیک په صادرولو سره له حکومت څخه  غوښتي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته دې جدي پاملرنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *